د مدیریت اکاډمۍ د ۲۰۲۶ کال د «کارولین بي. ډکستر» جایزه هغې څېړنیزې مقالې ته ورکړل شوې چې دوو افغان ښځو حسینه جلال او فروزان دانش له ډیویډ ناورات سره په ګډه لیکلې ده. د مقالې سرلیک «کله چې ټولې هیلې ختمې ښکاري: د زده کړې د لارو په غیابت کې د زدهکړې د انګېزې ساتل» دی.
دا څېړنه ګوري چې د افغانستان ښځې د رسمي زدهکړو د بندو لارو باوجود څنګه د زدهکړې انګېزه ساتي. دا جایزه د سازماني او مدیریتي څېړنو په برخه کې له معتبرو ویاړونو څخه ګڼل کېږي.
حسینې جلال د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۸مه، په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې دا څېړنه ښيي د افغانستان ښځې د رسمي زدهکړو د لارو له بندېدو سره سره څنګه د زدهکړې انګېزه ساتي او پوهې ته د لاسرسي، ودې او د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي.
هغې هیله څرګنده کړې چې دا نړیواله پېژندنه به د افغان ښځو او نجونو غږ لا لوړ کړي او وبه ښيي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې د هغوی د زدهکړې لېوالتیا، وړتیا او راتلونکي ته هیله له منځه نه شي وړلی.
اغلي جلال همداشان لیګلي "دا ویاړ د افغانستان ښځو او نجونو ته ډالۍ کوم." دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو پنځه کاله اوښتي، خو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي لا هم د نجونو پر مخ تړلي دي. ښځې او نجونې پوهنتونونو او د روغتیايي زدهکړو مرکزونو ته هم له تګ څخه منع دي.
فورم \ دبحث خونه