د لاس رسي وړ اتصالات

عطاالله تارړ: د افغانستان امنیت سیمه ییزو فرصتونو ته لار پرانیزي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په اسلام اباد کې د افغانستان او سیمه ییزې سولې په اړه یو سیمینار ته ویلي چې د افغانستان امنیت سیمه ییزو فرصتونو ته لار پرانیزي.

تارړ سه شنبه سپټمبر ۲۹ په اسلام آباد کې پدې کنفرانس کې وویل چې پاکستان او افغانستان به د ژورو تاریخي او سیمه ییزو اړیکو لرونکي ګاونډیان پاتې شي، او زیاته یې کړه چې اسلام اباد د پاتې ستونزو د حل لپاره په وار وار د خبرو اترو لاره تعقیب کړې ده.

تارړ وویل چې په افغانستان کې د امنیت ښه والی کولای شي د پام وړ سیمه ییزو اقتصادي فرصتونو ته لار پرانیزي، چې پکې د سوداګرۍ پیاوړې اړیکې هم شاملې دي؛ هغه اړیکې چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره نښلوي.

هغه ادعا وکړه چې د وسله والو ډلو د پټیدو خوندي ځایونه او د هغو سازمانونو غړي چې په نړیواله کچه منع شوي دي، لاهم د افغانستان له خاورې څخه خپل فعالیتونه پرمخ وړي؛ یوه داسې مسله چې پاکستان په وار وار له کابل سره مطرح کړې ده.

افغان طالبانو تل د پاکستان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دوی خپله خاوره کې پر پاکستان د بریدونو لپاره د کارولو اجازه ورکوي.

پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او په نورستان کې د وروستۍ پېښې په تړاو ورته خپل اعتراض‌لیک وړاندې کړ.

په نورستان ولایت کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله والو ترمنځ د نښتو د راپورونو له خپریدو وروسته، غبرګونونه پاریدلې دي. سره له دې چې طالبانو ویلي چې دغه کسان د پاکستان په ملاتړ نورستان ولایت ته راوښتي دي، خو پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت دغه اقدامات د افغانستان له حاکمیت او حریم څخه ښکاره سرغړونه او له اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې بللي او خبرداری یې ورکړی چې د ورته کړنو د دوام او د ناوړه عواقبو مسؤلیت به ‌یې د پاکستان د پوځي رژیم په غاړه وي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG