د لاس رسي وړ اتصالات

 ټایم مجلې افغانه فعاله شبانه راسخ د ١٠٠ اغیزناکو څېرو په لست کې راوستې

د ټایم مجلې د سپتمبر په ٣٠مه لیکلي، چې افغانه فعاله شبانه بسیج راسخ د افغان نجونو د زده کړې د حق ساتنې ته په بشپړ جديت او عملي بڼه ګوري.

د (سوله) ښوونځي بنسټ ایښودونکې د روان کال په لومړیو کې تایم مجلې سره د خبرو پرمهال ویلي"پوهنه د ازادۍ یوه وسیله ده."

تایم مجله لیکي: "کله چې د ٢٠٢١ کال په اګست کې طالبان بیاځلې واک ته ورسېدل، شبانې په چټکۍ سره حرکت وکړ، د خپلو زده کونکو ریکارډونه یې وسوځول ترڅو دوی خوندي کړي او ټول هغه ځوانان چې په هغه وخت کې يې نوم لیکنه کوله روانډا ته یې انتقال کړل."

ټایم مجله وايي، سوله (SOLA) په کابل کې د نجونو د لیلیې لرونکي ښوونځي په توګه پیل شو او اوس له هېواد څخه بهر فعالیت کوي.

په نړۍ کې د افغان نجونو لپاره یوازینی قانوني لیلیې لرونکې ښوونځی دی.

دا اداره د خپل آنلاین اکاډمۍ له لارې اوسمهال له ۴۳،۰۰۰ څخه زیاتو زده کوونکو ته خدمات وړاندې کوي او د ښوونکو، ډاکټرانو او مشرانو هغه راتلونکی نسل روزي چې افغانستان ورته اړتیا لري.

د افغان نجونو د رهبرۍ یا د سولې ښوونځي په رسمي ډول په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې د لومړني لیلیه لرونکي ښوونځي په توګه په کار پیل د سولې د ښوونځي بنسټ ایښدونکې د نړ ۍ د سلو اغیزناکو څهرو په برخه کې د دې د ټاکنې په هکله پخپل ایکس پاڼې لیکلي: "زه پرې ویاړم او د عاجزۍ احساس کوم؛ او پوهېږم چې که څه هم دا ویاړ زما دی، خو خبره زما په اړه نه ده. دا د افغانستان د هغو ښځو په اړه ده چې هغه هیله له ځان سره لري لکه په لاسونو کې چې يې اور نیولی وي. دا د (سوله افغانستان ) د زده‌ کوونکو په اړه ده، هغو افغان نجونو په اړه چې نړۍ به بدله کړي. دا د سوله د ملګرو او ملاتړو د هغه پیاوړي او نه ماتېدونکي نړیوالې ټولنې په اړه ده."

ټایم لیکی، د هغې همدغو هڅو نوموړې ته د ایلیویت معتبره جایزې ور په برخه کړه. نړۍ ته د هغې پیغام ساده دی: "افغان ښځې او نجونې به هیڅکله تسلیمې نه شي، سترګې مه اړوئ."

مجلې د شبانې له قوله لیکلي، د هرې نجلۍ د زده کړې، پرمختګ او مشرتابه د حق ساتنه باید کومه استثنايي خبره نه وي، بلکې باید تر ټولو عادي کار وګڼل شي. تر هغه چې دا حالت رامنځته کېږي، هڅې به دوام ولري.

د ټایم مجله هر کال د نړۍ د سلو پېژندل شویو او اغېزناکو مشرانو، ساینس‌ پوهانو، هنرمندانو او فعالانو لیست خپروي. همدارنګه، د راتلونکي نسل د ځوانو اغېزناکو څېرو لپاره د "TIME100 Next" لړۍ هم لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG