د لاس رسي وړ اتصالات

  ملګري ملتونه: افغان ښوونکو ته درناوی کوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له ښوونکو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو ستاینه کړې چې د محدودو امکاناتو او سختو شرایطو سربیره خپلو دندو ته دوام ورکوي.

یوناما پخپل فیسبوک پاڼې لیکلي،" د ښوونکي په ورځ، موږ د هغو اغېزناکو او ارزښتناکو خلکو درناوی او لمانځنه کوو چې ژوند ته بڼه ورکوي، ذهنونه هڅوي او د سوله ییزو او هوسا ټولنو بنسټونه ږدي."

یوناما افغان ښوونکو ته په خطاب کې لیکلي، افغان ښوونکو په ځانګړې توګه هغوِي ته چې په کلیوالو سیمو کې اوسیږي، ځانګړی درناوی؛ هغه ښوونکي چې د سختو شرایطو، محدودو امکاناتو او سترو ننګونو سره سره په پوره ژمنتیا سره د تدریس لړۍ ته دوام ورکوي.

یوناما ویلي، "په داسې یوې نړۍ کې چې په زیاتیدونکي توګه د مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ټولنیزو رسنیو او ناسم یا قصداً غلطو معلوماتو تر اغیزې لاندې ده، د ښوونکو ارزښت تر بل هر وخت زیات دی ،د نسلونو د روزنې، لارښوونې او هغوی ته د الهام ورکولو له امله مو مننه".

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ښوونکي د ورځې په مناسبت د هېواد ښوونکو ته مبارکي ویلي. ښاغلي کرزي پخپل ایکس پاڼې لیکلي:

"ښوونکي دي چې ټولنه د علم رڼا ته رسوي. په گران هیواد کې ښوونکو (خویندو او وروڼو) تل د کمو امکاناتو او سختو شرایطو سره د راتلونکي نسل په روزنه او پالنه کې خپل ملي رسالت په صداقت، وفادارۍ او ژمنتیا ترسره کړی. معلم په علم سمبال ځوانان روزي او په علم سمبال ځوانان دي چې هیواد ته د دفاع، ساتنې، په ځان بسیاینې او عزتمنده ژوندانه زمینه برابروي. د معلم د ورځې پدې نیک مناسبت یو ځل بیا د گران هیواد نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې پر اهمیت ټینگار کوم او د علم عامه زده‌کړه د خپل ملت د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتي بولم".

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) هم د ښوونکي د نړیوالې ورځې په ویاړ پخپل ویبپاڼې لیکلي .

په ۲۰۲۶ کال کې نړۍ د ښوونکو د وضعیت په اړه د دې ورځې ۶۰مه کلیزه لمانځي. شپږ لسیزې وروسته، لکه څنګه چې بیاکتنه کیږي، د مسلک لپاره نوې ننګونې راڅرګندې شوې، د ډیجیټل ټیکنالوژیو او اقلیم بدلون څخه تر ، مهاجرت او بې ځایه کیدو پورې، دا فشارونه د ښوونکو د وضعیت په څو اړخونو اغیزه کوي.

د ښوونکو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۵مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ښوونکو د درناوي او لمانځلو لپاره ترسره کیږي. دا ورځ په ۱۹۶۶ کال کې د ښوونکو د وضعیت په اړه د کار نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او کلتور سازمان (یونسکو) د سپارښتنې د تصویب له مخې لمانځل کیږي؛ هغه تصویب چې د ښوونکو د حقونو او مسؤلیتونو، او همدارنګه د هغوی د لومړنیو تیاریو، پرمختللې زده کړې، ګمارنې، دندې او د تدریس او زده کړې د شرایطو په اړه معیارونه ټاکي.

نړۍ په داسې وخت کې د ښوونکي ورز لمانځی چې افغان ښوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي په ځانگړې توگه ښځینه ښوونکي چې د طالبانو له بیا واکمنیدو نه وروسته د شپږم ټولگي نه پورته د نجونو پر زده کړو محدودیت دوې پر کور کینولې.

دا وضعیت له هغه پراخ او دوامدار بندیز سره هممهاله دی چې له امله یې تر یو میلیون ډېرې افغان نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت د ښوونځیو له لارې یو مستقیم حکم صادر کړ چې له مخې یې پر دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د دې مناسبت د لمانځلو لپاره د هر ډول مراسمو، پروګرامونو یا غونډو په جوړولو کلک بندیز ولګول شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG