د لاس رسي وړ اتصالات

بینن سیوان د ٨٨ کلونو په عمر مړ شو

د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی، بینن سیوان د اکتوبر په ٥مه، د قبرس په نیکوزیا کې مړ شو.

سیوان په ۱۹۶۵ کال کې د ملګرو ملتونو په دایمي خدمت وګمارل شو او د یو رسمي څارونکي او څارګر په توګه، هغه یو شمېر مهم نړیوال ماموریتونه تر سره کړل.

هغه په ۱۹۸۸ کال کې، د افغانستان د هغه وخت د معضلو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي د او سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو، او په ۱۹۹۰ کال کې یې د افغانستان په اړه د ژنیو د هوکړه لیکونو د پلي کېدو د څارنې مسؤلیت پر غاړه درلود.

ښاغلي سیوان په ۱۹۹۱ کال کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د عمومي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شو.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د شاوخوا ۴۰ کلن خدمت وروسته تقاعد شو. هغه پخپل اصلي ټاټوبي، قبرس کې مېشت او همالته مړشو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG