د بلجیم په لیژ ښار کې پولیسو د سهشنبې په ورځ، د اکتوبر شپږمه، تر ۵۰ ډېر کسان وروسته له هغې ونیول چې د محصلینو اعتراضونه له پولیسو سره په نښتو واوښتل.
په ټولنیزو رسنیو او سیمهییزو خبري شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ښار په ځینو سړکونو کې ښیښې ماتې شوې، په څو ځایونو کې اورونه بل شوي او سلګونه کسان، چې ډېری یې ځوانان ښکاري، راټول شوي دي.
په نورو ویډیوګانو کې پولیس لیدل کېږي چې سړکونه یې تړلي او د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره یې له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو له توپونو کار اخیستی دی. محصلینو په وروستیو ورځو کې د بلجیم د فرانسوي ژبې د تعلیمي سیستم پر وړاندې اعتراضونه کړي دي. هغوی د لوړو زدهکړو د زیاتېدونکو لګښتونو، د عامه ترانسپورټ د بیو، په ټولګیو کې د زدهکوونکو د زیات شمېر او درسي موادو ته د محدود لاسرسي په اړه شکایتونه لري.
د بلجیم د فرانسوي ژبې ټولنې حکومت، چې د فرانسوي ژبې د زدهکړو چارې اداره کوي، د ډېری محصلینو لپاره د لوړو زدهکړو کلنۍ فیس له ۸۳۵ یورو څخه ۱٬۱۹۴ یورو ته لوړ کړی دی. دا اعتراضونه وروسته له هغې پراخ شوي چې د جون په میاشت کې هم په بروکسل کې د تعلیمي اصلاحاتو پر ضد د مظاهرهچیانو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې وې.
تازه راپورونه ښيي چې د روانو اعتراضونو په تړاو په لیژ کې د نیول شویو کسانو ټول شمېر تر ۱۰۰ اوښتی دی. د بلجیم په ځینو سیمو کې ښوونکو هم اعتصابونه پیل کړي دي.
دا اعتراضونه په داسې حال کې کېږي چې په ګاونډي فرانسه کې هم له څو ورځو راهیسې محصلین د تعلیمي لګښتونو او حکومتي تګلارو پر ضد پراخ اعتراضونه کوي، چې په ځینو ښارونو کې له پولیسو سره په نښتو اوښتي دي.
فورم \ دبحث خونه