د لاس رسي وړ اتصالات

د ریاض پر هوايي ډګر د حوثیانو برید؛ سلګونه الوتنې لغوه شوې

د ریاض په ملک خالد نړیوال هوايي ډګر کې د تېلو د زېرمو له سیمې د تور لوګي لویه څپه پورته کېږي
د ریاض په ملک خالد نړیوال هوايي ډګر کې د تېلو د زېرمو له سیمې د تور لوګي لویه څپه پورته کېږي

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د یمن حوثي وسله‌والې ډلې د برید ادعا کړې ده.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ، د اکتوبر نهمه، اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې سعودي وګړي وژل شوي او د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر وګړي ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، لومړي برید د هوايي ډګر تاسیسات په نښه کړي او دویم برید د سعودي هوايي شرکت یوې الوتکې ته زیان اړولی دی.

په وژل شویو کسانو کې د سعودي هوايي شرکت پیلوټ، حمود علي الکلثمي، هم شامل دی. د یمن ایران‌پلوه حوثي وسله‌والې ډلې ادعا کړې چې دغه هوايي ډګر یې په توغندیو ویشتلی دی.

خو د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې په خپله اعلامیه کې د بریدونو مسوولیت کومې ځانګړې ډلې ته نه دی منسوب کړی.

د بریدونو له امله د ریاض هوايي ډګر فعالیتونه ګډوډ شوي او د الوتنو د څارنې د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په ورځ سلګونه کورنۍ او نړیوالې الوتنې لغوه شوې دي.

د لوفت‌هانزا، ایر انډیا او پاکستان نړیوال هوايي شرکت په ګډون یو شمېر شرکتونو ریاض ته خپلې الوتنې په موقتي ډول ځنډولې دي. سعودي چارواکو ویلي چې د هوايي ډګر فعالیتونه بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

په یمن کې د جګړې پراخېدل

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د یمن د حوثیانو او د سعودي عربستان په ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی. حوثیانو په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو بریدونه زیات کړي او نړیوالو هوايي شرکتونو ته یې د سعودي په هوايي حریم کې د الوتنو په اړه خبرداری ورکړی دی.

بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې په یمن کې یې د حوثیانو درې توغندیزې اډې له منځه وړې دي. د رویټرز د راپور له مخې، سعودي ځواکونو د یمن په پلازمېنه صنعا کې هم د حوثیانو پر هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG