د لاس رسي وړ اتصالات

 په فرانسې کې د محصلینو د مظاهرو دریمه اوونۍ

په فرانسه کې مظاهره کوونکي وايي چې حکومت د نویو اقداماتو په برخه کې ځنډ کوي.

په فرانسې کې هغو محصلینو چې د لېسو د بندولو د اقدام په ملاتړ یې لاریون کاوه، د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) ویلي چې د حکومت په نویو اقداماتو باندې خوښ ندي چې د محصلینو د دوامدارو اعتراضونو د ارامولو لپاره اعلان شوي.

حکومت تیره ورځ ژمنه وکړه چې شاوخوا ۳۰۰۰ ښوونکي چې بشپړه وړتیا لري خو تر اوسه یې کار نه دی پیل کړی د کارکوونکو د کمښت د ستونزې د حل لپاره وګماري؛ هغه ستونزه چې د اعتراض کوونکو له مهمو شکایتونو څخه یوه و.

د رافایل په نامه یوه محصل د رویټرز خبري اژان ته وویل چې دا ډول خبرې او اقدامات عادي شوي چې یوازې د وخت د ضایع کولو او ځنډولو لپاره کیږي.

دغه محصل زیاته کړه چې تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو چې کافي پایلې ترلاسه شوې نه وي.

د فرانسې د زده ‌کونکو اتحادیو د جمعې په ورځ ژمنه وکړه چې خپل اعتراضونو ته به دوام ورکړي؛ دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې هغوی په دغه کمپاین کې خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه . پدې کمپاین کې د پاریس د مخکښو پوهنتونونو محصلین هم برخه لري او ملاتړ یې کوي. د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، لاهم په ټول هېواد کې ۱۴۱ ښوونځي بند دي.

دا مظاهرې، چې اوس په دریمه اونۍ کې دي، په یوه پراخ خوځښت بدلې شوې. د زده کونکو او ښوونکو اتحادیو راتلونکې سه شنبه (د اکتوبر ۱۳مه) د هیواد په کچه د ښوونځیو د اعتصابونو بل پړاو غوښتنه کړې ده.


فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG