د لاس رسي وړ اتصالات

 افغانستان ته ٧ میلیون کډوال راستانه شوي

AfghAfghanistan Returnees
AfghAfghanistan Returnees

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې نږدې ۷ میلیونه خلک له ګاونډیو هیوادونو څخه راستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر چې د ۱۹۵۱ کال د کډوالود کنوانسیون ۷۵ کلیزې د لمانځلو په مناسبت غونډې ته وینا کوله، د نورو هیوادونو تر څنګ افغانستان ته د ګڼ شمیر ستنو شویو کډوالو یادونه وکړه.

برهم صالح وویل، "د افغانانو دا راستنیدنه ډیری وختونه په سختو شرایطو کې او تل په خپله خوښه نه وي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وویل د افغانانو ټولنې د بې وزلۍ، محدودو خدماتو، او په ځانګړې توګه په ښځو او نجونو باندې لګول شویو محدودیتونو سره مبارزه کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهم صالح زیاته کړه یو این ایچ سي آر او نور شریکان يې د بیا یوځای کیدو ملاتړ کوي، مګر دا کچه خورا لوی نړیوالې پانګوونې او ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه وویل، بشري مرستې د خلکو ژوند ژغوري او هرچیرې چې ورته اړتیا وي، حیاتي ارزښت لري. برهم صالح وویل: «یوازې د ژوندي پاتې کېدو یو بل کال تېرول، په خپله زموږ د بریا معیار نه شي کېدای.» هغه ټینګار وکړ چې بریالیتوب باید د خلکو لخوا د خپل برخلیک د ټاکلو د وړتیا د بیا ترلاسه کولو په مانا وي او د کار کولو، زده کړې، د کورنۍ د ملاتړ او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو کولو توان ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG