د کلیوالي ښځو د نړیوالې ورځې سږنۍ موضوع "د کلیوالي ښځینه وو بزګرانو لخوا د مور، طبیعت پالنه" ده، دا ورځ د کلیوالي ښځو د هغو ورځنیو هڅو درناوی دی چې دوې یې ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو بیان کې چې د کلیوالي ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت يې خپور کړې لیکلي دي، کلیوالي ښځې د تخمونو، د ژوندي موجوداتو د تنوع په ساتنه، د اوبو مدیریت او د ویجاړو شویو ځمکو د بیا رغونې لپاره تل هڅې کوي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې د ښځینه بزگرانو ته د درناوي یادونه کوي چې په افغانستان کې د کلیو او بانډو اوسېدونکې ښځې د هېواد په کرنیز سکتور کې مهم رول لري. دوی د کښت له پیل څخه د حاصلاتو تر راټولولو پورې د کور له نارینواو یاهم په مستقله توگه په دغه پروسه کې فعاله ونډه لري.
ممتاز یوسفزۍ چې د بزګرو ښځو د ټولنې مشري پر غاړه لري امریکا غږ ته وویل، د افغانستان نږدې ٨٠ په سلو کې کلیوالې میرمنې په کروندو کې کار کوي ،هغه وايی د ٢٠١٨ کال راهیسې دی سره په ټولنه کې د کابل د شا و خوا سیمو سلګونه ښځې د زراعت په مختلفو برخو کې په کار بوختې دي.
په افغانستان کې کرنه لا هم دودیزه بڼه لري، ډېرې ښځې د حاصلاتو په راټولولو او پروسس کې کار کوي، خو د عصري ماشینونو نشتوالی، د دوی فعالیت محدود کړی دی، افغان بزګرانې د نړیوالو څخه د کرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې د ملاتړ او مرستو غوښتنه کوي.
د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې میشته بڼواله رقیبه وايي د کرنې او بڼوالۍ په ټولو چارو کې د خپل خاوند سره یوځاې کار کوي.
نوموړې امریکا غږ سره په خبرو کې وویل د اقلیم د بدلون له کبله يې ښږنې کال د میوو حاصلات ښه نه وو . هغې له نړیوالو وغوښتل چې د اوبو کمښت ، حاصلاتو لپاره د بازار او مالي ملاتړ نشوالې د عمده ستونزو په توګه یاد کړل او زیاته يې کړه،" له نړیوالو ادارو غواړو چې افغانې ښځینه بزگرانو سره په هره بقرخه کې مرسته وکړي مونږ مرستو او ملاتړ ته اړتیا لرو".
ملګري ملتونه وايي، د کلیوالي ښځو حقونه، سرچینې او د پریکړې کولو ځواک ډیری وختونه د دوی د ونډې څخه کم وي. کلیوالي ښځې د ځمکې، اوبو او طبیعي سرچینو څخه د کار اخیستلو عملي او وړ حقونو، مالي چارو سمبالښت، بازارونو، تکنالوژۍ، کرنیزو خدماتو ته مساوي لاسرسي، ښه کار، ټولنیز خوندیتوب او انعطاف منونکي زیربناوو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو په خپور شوي بیان کې ویلي، کلیوالي میرمنې باید د کرنې پالیسیو په جوړولو کې مرسته وکړي او پریکړه وکړي چې د اقلیم بدلون سره د مبارزې، حیاتي نوښتونو ساتنې او د ځمکې بیارغونې لپاره تمویل څنګه کارول کیږي. د دې ښځو رهبري باید په ژمنو، بودیجې او عمل کې منعکس شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره په حکومتونو، مالي ادارو، سوداګرۍ او پراختیایي شریکانو غږ کوي چې په مستقیم ډول په کلیوالي میرمنو پانګونه وکړي.
د کلیوالي ښځو لومړنۍ نړیواله ورځ د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۵مه نېټه ونمانځل شوه، دا ورځ" مخکې له دې چې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو لخوا وپېژندل شي، له یوې لسیزې څخه د ډېرې مودې لپاره په ټوله نړۍ کې لمانځل کېده.
دا نېټه د خوړو د نړیوالې ورځې څخه یوه ورځ مخکې راځي، ترڅو د خوړو په تولید او خوندیتوب کې د کلیوالي ښځو رول روښانه او برجسته کړي. "د کلیوالي ښځو نړیواله ورځ" مخکې له دې چې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو لخوا وپېژندل شي، له یوې لسیزې څخه د ډېرې مودې لپاره په ټوله نړۍ کې لمانځل کېده.
فورم \ دبحث خونه