د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: د واشنګټن لومړیتوب د اوکراین د جګړې پای ته رسول دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د نرمولو په اړه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نیوکو په ځواب کې ویلي "د واشنګټن لومړیتوب د جګړې پای ته رسول دي".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د نرمولو په اړه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نیوکو په ځواب کې ویلي "د واشنګټن لومړیتوب د جګړې پای ته رسول دي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د نرمولو په اړه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نیوکو په ځواب کې ویلي چې د واشنګټن لومړیتوب د جګړې پای ته رسول دي.

روبیو همدارنګه د زیلینسکي هغه ادعا رد کړه چې ګواکې امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول د لنډې مودې لپاره ځنډولي وو.

روبیو د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر ۱۹مه، خبریالانو ته وویل: «موږ غواړو چې ټول د دې جګړې پر پای ته رسولو تمرکز وکړي. غواړو روسان هم پر همدې موضوع تمرکز وکړي. ولسمشر د دې جګړې پای ته رسول خپل لومړیتوب ګني.»

نوموړي زیاته کړه چې نه غواړي د اوکراین یا روسیې د چارواکو هرې څرګندونې ته د رسنیو له لارې ځواب ورکړي. روبیو له کییف سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د احتمالي ځنډ په اړه وویل: «هېڅ ډول ځنډ نه دی راغلی.»

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې زیلینسکي د یکشنبې په ورځ د ان‌بي‌سي ټلویزیون له «مېټ د پرېس» خپرونې سره په مرکه کې د روسیې پر وړاندې د ځینو اقتصادي بندیزونو پر نرمولو نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا کار زموږ پر وړاندې د پوتین جګړه پیاوړې کوي، ځکه هغه د بریا احساس کوي.»

زیلینسکي همدارنګه ویلي وو چې له اوکراین سره د امریکا د استخباراتي معلوماتو شریکول د لنډې مودې لپاره درول شوي وو، خو وروسته بېرته پیل شول. اوکراین د روسیې د بالستیک توغندیو د پېژندلو او د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره د امریکا پر استخباراتي معلوماتو تکیه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې د بندیزونو د نرمولو له پرېکړې دفاع کړې وه او ویلي یې وو چې نه غواړي روسیه د سولې د مذاکراتو له مېزه لېرې شي. د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ هم دغه پرېکړه د جګړې د بندولو او د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو په اړه د هوکړې لپاره یو هڅوونکی اقدام وباله.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG