د لاس رسي وړ اتصالات

کییف: روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ (اکټوبر ۱۷) وویل چې روسیې د اوکراین د انرژۍ پر زیربناوو پراخ بریدونه کړي چې په ټول هیواد کې یې له ۱۵ څخه ډیر تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین هوايي ځواک وویل چې د جمعې د شپې په بریدونو کې، روسیې څلور کروز توغندی او ۳۳۲ بریدګر ډرونونه ویشتلي، چې ټول یې له منځه وړل شوي او یا هم ویجاړ شوي دي.

تېره اونۍ د اوکراین او متحده ایالاتو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې ولسمشر ټرمپ نړیوالو بازارونو ته د روسیې د ډیزل تیلو د ډېرې اندازې د رالېږد په بدل کې پر مسکو بندیزونه کم کړل. د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي د واشنګټن پر دې اقدام نیوکه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د تیلو پر چانځایونو د اوکراین د بریدونو بیا پیل ( افتضاح) بللې او د اوکراین پر ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي یې سختې نیوکې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ د نیوزمکس ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې زیلینسکي ښه کس ندی چې کار ورسره وشي. هغه وویل زیلینسکي او پوتین دواړه غواړي چې جګړه پای ته ورسیږي، خو دا دواړه مشران یو له بل څخه کرکه لري.

اوکرایني چارواکو دا هم وویل چې د سلوویانسک په ښار کې د روسیې په بریدونو کې درې کسان وژل شوي، او د خرسون په سیمه کې د امبولانس یو چلوونکی وژل شوی او ۳۳ کسان ټپیان شوي دي.

اوکرایني چارواکو خبرداری ورکړی چې د ژمي څخه مخکې د بریښنا پر تاسیساتو بریدونه کولی شي د ملکي وګړو لپاره د تودوښې او اوبو اکمالات له خطر سره مخ کړي.

په ورته وخت کې، روسي چارواکو اعلان کړی چې په اوکراین کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د بلګرود په سرحدي سیمه کې یوه ښځه وژل شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې د هغوی ځواکونو د شپې په اوږدو کې د روسیې په ۱۵ سیمو، د کریمیا ټاپووزمې او تور سمندر کې ۶۱۰ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین هم وویل چې له سلو څخه ډېرې بې پیلوټه الوتکې د پلازمینې مسکو د نښه کولو پر لاره له منځه وړل شوې دي.

سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی چې له بریدونو وروسته د مسکو په هوایي ډګرونو کې له ۳۵۰ څخه ډېرې الوتنې لغوه یا ځنډول شوې دي.

کرملین اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د زیانمن شویو سوداګریزو او لوژستیکي تاسیساتو د بیارغونې لپاره یو دولتي پروګرام منظور کړی دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG