ملګري ملتونو د افغانانو لپاره د مرستو د بیړني اقدام جدي غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر ویاندې اولګا چیریفکو ویلي چې افغانان د لوږې له یو خورا جدي بحران سره مخامخ دي.
اغلې چیریفکو د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۱) له کابله خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې نږدې ۱۶ میلیونه افغانان چې له دې جملې څخه شاوخوا ۳.۴ میلیونه یې په بیړنیو شرایطو کې ژوند کوي د لوږې له شدید بحران سره مخ دي..
چریفکو وویل، مخکې له دې چې پرکورنیو ټولې لارې چارې بندې شي د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د سمدستي او دوامداره اقدام غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د خوړو د خوندیتوب د څار نړیوالې ادارې (IPC) د وروستیو موندنو له مخې، د اګست څخه تر اکتوبر پورې د خوارځواکۍ د کچې ثبتېدل، ښيي چې میلیونونه افغانان د لوږې سره مخ دي.
د اوچا ویاندې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او ټولنې کې د ښځو او نجونو په سیستماتیک ډول ګوښه کول د وضعیت د لا خرابیدو سبب وباله.
هغې زیاته کړه چې د طالبانو ددې محدودیتونو پایلې لا دمخه محسوسېږي،هغې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) یو «حیرانوونکی» راپور ته اشاره کړې؛ په دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که اوسني محدودیتونه دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان تر ۲۰۰۰۰ پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیایي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
د اوچا ویاندې د ماشومانو د تغذيي په برخه کې وویل: "د دې وضعیت کمزوري کول، د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د کورنیو وړتیا کمزورې کوي او په راتلونکي کې د بېرته رغېدو پروسه له ستونزو سره مخ کوي."
افغانستان د بیارغونې په بنسټونو کې د داسې پانګونې اړتیا لري لکه کرنه او د کلیوالو خلکو د معیشت سرچینې، محلي بازارونه، کارموندنه، د اوبو رسولو سیستمونه، روغتیایي او تغذیوي خدمتونه، او په اقتصادي ژوند کې د ښځو د ګډون لپاره فرصتونه.
هغې خبرداری ورکړ چې "موږ باید له ژمي مخکې اقدام وکړو" او نه وروسته.
ملګري ملتونو وايي،د جنوري څخه تر جولای پورې، د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستندویه شریکانو ۸.۳ میلیونه خلکو ته لږ تر لږه د مرستې یوه بڼه رسولې ده او دوی لاهم د بیړنیو او اړینو خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.
فورم \ دبحث خونه