د ملګرو ملتونو یوه کارپوه او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو د ظلم د عادي کولو پر وړاندې بیا خبرداری ورکړ.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل: "د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، دوی د بنسټیزو بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو د درولو لپاره هېڅ ډول لیوالتیا نه ده ښودلې. پر ځای یې، دوی خپل ځپونکی چلند لا ژور او رسمي کړی دی."
د ملګرو ملتونو دغه کارپوه نن خبرداری ورکړ چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو رژیم او بنسټیز شوي تبعیض د عادي کېدو اجازه ورنکړي؛ هغه وضعیت چې د ډېرو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند منځه وړي.
بېنېټ وویل: "نړیواله ټولنه باید د افغانانو ترڅنګ ودریږي، د هغوی له حقونو دفاع وکړي او د هغوی د راتلونکي ملاتړ وکړي. له اوسنیو واکمنانو سره تعامل باید د بشري حقونو په برخه کې د داسې پرمختګونو له رامنځته کېدو پرته، چې د اندازه کولو وړ وي او په خپلواک ډول تایید شوي وي، هغوی ته مشروعیت ورنکړي؛ او نه هم باید دا تعامل د حساب ورکونې، برابرۍ یا عدالت د قرباني کولو په بیه ترسره شي."
دغه کارپوه وویل چې وروستیو فرمانونو د ښځو حقونه نور هم کمزوري کړي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته یې لاره هواره کړې او ان د ماشومانو د واده کیدو اجازه یې هم ورکړې ده.
د ځانګړي راپور ورکوونکي راپور پر دوامداره توګه پخپل سر توقیفونو، شکنجه او نورو ناوړه چلندونو چې جنسي تاوتریخوالی، په زور ودول او له قضايي پروسې پرته وژنې پکې شاملې دي او همدارنګه د بیان پرازادۍ او مدني فضا باندې پر لګول شویو سختو محدودیتونو رڼا اچولې ده.
همدارنګه د قومي، مذهبي او ژبنیو ټولنو په وړاندې دوامداره تبعیض او ناوړه ګټه اخیستنه، او همدارنګه د خلکو ځورونه او د معلولیت لرونکو خلکو له پامه غورځول د اندیښنې سره یاده کړه..
ځانګړي راپور ورکوونکي وویل: "د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) لخوا د نیولو څلور حکمونو صادرول، د حساب ورکونې په لور یو مهم ګام دی."
بینت له دولتونو غوښتنه وکړه چې له محکمې او نورو لارو چارو، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د پلټنې له خپلواک میکانیزم او د نړیوال صلاحیت پر بنسټ له ملي څارنیزو او قضايي پروسو څخه ملاتړ وکړي.
بېنېټ وویل: "د حساب ورکولو لپاره دوامداره سیاسي اراده، نړیواله همکاري او پرېکنده اقدام اړین دی، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د جدي سرغړونو مسؤولین عدالت ته راښکل کېږي."
هغه د افغانستان د ځوان نسل لپاره د ژورو او اوږدمهاله پایلو په اړه خبرداری ورکړ، هغه نسل چې په زیاتیدونکې توګه له جنسیتي تاوتریخوالي، جبري او کم عمره ودونو، د ماشومانو له کار او افراطیت سره مخ دی.
بینېټ وویل: "د نجونو لپاره د زده کړې د حق نه ورکول، د هغوی پر رواني روغتیا او په ټوله کې د هېواد پر پرمختګ جدي پایلې لري. د دغو شرایطو سره سره، افغان ځوانان، په ځانګړې توګه نجونې او ځوانې ښځې، لا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي."
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په اړه، بینټ له دواړو خواوو څخه وغوښتل چې د نړیوالو بشري حقونو او بشري قانون بشپړ درناوی وکړي. هغه زیاته کړه: "افغانستان او پاکستان باید د ملکي وګړو د ساتنې لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي او د ملکي وګړو د زیان رسولو لپاره خپلواکې پلټنې او حساب ورکول ډاډمن کړي."
ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې بشري مرستې او د پوهنې، روغتیا، د ماینونو پاکولو، رسنیو او مدني ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو په مشرۍ د نوښتونو لپاره اوږدمهاله ملاتړ دوامداره وساتي.
فورم \ دبحث خونه