په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) نن جمعه د( اکتوبر ٢٠ مه) په یو خپور شوي رپوټ کې ویلي چې دوامداره شخړو د افغانستان اقتصاد او بازارونه اغیزمن کړي دي.
ډبلیو اف وايي چې افغانستان په وچه کې د یو اېسار هېواد په توګه په بهرنیو وارداتو ډېره تکیه لري او دا واردات تر ډېره د ځمکو او ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته انتقالېږي.
دغې ادارې ویلي دي چې دا اکمالاتي لارې د اقلیم او انسانانو له لخوا د رامنځته شويو ګډوډیو له امله زیان ویني او دا ډول ګډوډۍ کولی شي بازارونو، اړینو توکو او خدماتو ته د خلکو رسېدل اغیزمن کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې لیکلي دي: "په ۲۰۲۶ کال کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو پر مهال د تګ راتګ لارو ته د زیان اوښتو له امله، د نورستان ولایت لیرې پرتو سیمو ته د اکمالاتو لړۍ له خنډ سره مخ شوه؛ چې له امله یې ځینې سیمې د ۲ میاشتو په اوږده موده کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ترلاسه کولو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې".
رپوټ وايي چې د ځاني تلفاتو او نورو ویجاړونکو اغیزو ترڅنګ، دغه شخړه د بازارونو د لاسرسي او د سیمه ییزو بازارونو د فعالیت پر دواړو برخو اغیزه کړې ده.
ډبلیو اف پي لیکلي، له شخړې ځپلو سیمو څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د ډیورېنډ کرښې ته نژدې ولسوالیو یو شمېر وګړو ورته ویلي چې د شخړې له امله یې هټۍ تړل شوې دي، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې له امله مهمې سرحدي لارې وتړل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو صدراتو او وارداتو یې خنډ رامنځته کړ.
په رپوټ کې راغلي، د دې په پام کې نیولو سره چې پاکستان د افغانستان لپاره د سوداګرۍ یوه له مهمو لارو څخه ده، د لارو د تړل کېدو د ځینو وارداتي توکو پر شتون او بیو هم اغېز وکړ، دغه وضعیت پر هغو افغان تولیدوونکو او سوداګرو هم اغېز وکړ چې د خپلو کرنیزو محصولاتو د صادرولو لپاره یې په دودیز ډول پر پاکستاني بازارونو تکیه کوله.
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشرد همدې میاشتې په پیل کې ویلي و چې په ټول افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دهاوتر بل هر وخت ډېر خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي.
جان آیلایف ویلي،" په راتلونکو څو میاشتو کې به ۱۹ میلیونه خلک چې د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه کیږي، له سختې لوږې سره مخ شي؛ هغه ډول لوږه چې ژوند له ګواښ سره مخ کوي."
ښاغلي آیلایف زیاته کړه چې دا شمېره د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱.۳ میلیونه زیاته ده.
ډبلیو اف پي د مشر په وینا، د ملګرو ملتونو د خوړو اداره په افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستو تر ټولو لوی چمتو کوونکی بنسټ دی، خو اوس ورسره د هغې بودیجې یوازې ۱۲ سلنه برخه شتون لري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې درلود.
فورم \ دبحث خونه