افغانستان کې د رباب غږونکي هنرمندان خپل رباب پټ ساتي او د خلکو مخکې نه شي ترنګولای. دوی انديښنه لري که د رباب سره ونیول شول، طالب چارواکي به ورته سزا ورکړي .
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول او په ټول هیواد کې د موسیقۍ د الاتو په غږولو بندیز ولګوه. د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي چې په اسلام کې موسیقي منعه ده او دوی ورته اجازه نه ورکوي.
واک ته د طالبانو د رسیدو نه پس زیات شمیر افغان هنرمندان هیواد پریښودو ته اړ شویدي او څوک چې په وطن کې پاتې شویدي هغوي د خپلې موسیقۍ وسایل یا وطنه بهر لیږلي یا ېې هیواد کې پټ کړیدي، چې خوندي پاتې شي.دې وضعیت هغه هنرمندان چې کار روزګار ېې د موسیقۍ سره تړلی و ، د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي
هغه افغان هنرمندان چې د رباب هنر ورته د پلار نیکونو نه پاتې دي اوس هم کله کله په پټه رباب را اخلي او خپلې ګوتې پرې تیروي، خود سخت تشویش او پریشانۍ په حال کې .
یو افغان رباب غږونکی چې د امنیتي ملاحظاتو له کبله ېې د نوم نشرولو نه ډډه کوي ، وايي چې دی څو ځله په شخصي محفلونو کې د رباب غږولو په جرم د طالبانو د مامورینو لخوا مجازات شویدی .یو بل افغان رباب غږونکی بیا وايي چې رباب زموږ ژوند دی او ترڅو مو چې په تن کې ساه وي رباب به غږوو.
د طالبانو واک ته د رسیدو نه مخکې افغان هنرمندانو په عامو محفلونو کنسرتونو او ودونو ښادیو کې ټنګ ټکور کولای شوای، خو اوس چې پرې بندیز دی، وايي چې کله کله خپلو هنري الاتو ته ګوري او ژاړي .دوي نه یوازې دا چې د بیکارۍ او مالي مشکلاتو په اړه شکایت کوي، بلکې په رواني توګه هم ډیر نا ارامه دي .افغان رباب غږونکي اوس هم کله کله په پټه د خلکو به حجرو کې مینه والو ته رباب غږوي خو دا کار ورته کله کله ډير په ضرر هم تمامیږي او دوي چارواکو په لاس د سختو ستونزو سره مخ کیږي.
په عموم کې داسې اندیښنه ښودل کیږي چې که افغانستان کې په موسیقۍ بندیز همداسې ادامه ولري نو یو وخت به افغانستان خپل هنر موسیقي او د موسیقۍ الات دلاسه ورکړي او د رباب غږ به تل دپاره غلی شي. خو ورسره دا خوشبیني هم ښودل کیږي چې افغانان هنر دوست ولس دی او دوی به هر ډول سختو شرایطو کې خپل ملي ارزښتونه ،ملي میراثونه او د افغانستان هنري اثاثې وندی ساتي او رباب به خاموشه کیدو ته نه پریږدي.
فورم \ دبحث خونه