په داسې حال کې به دیموکراتان د جنورۍ په میاشت کې د کانګرس د دواړو خونو کنټرول ترلاسه کړي چې د ولسمشر ټرمپ واک يې په کور دننه د وروستيو دوه کلونو لپاره کمزورې کړی دی.
په سپینې ماڼۍ کې د امریکا غږ خبریال مایکل لیپین د رپوټ له مخې، تاریخ ښودلې چې هغه ولسمشران چې ګوندونه یې د منځمهالو ټاکنو پر مهال له ماتې سره مخ شوي، وروسته یې د جګړې او سولې په اړه خورا مهمې پرېکړې کړې دي
هغه وايي، په وروستیو لسیزو کې ډېرو امریکايي ولسمشرانو لیدلي چې ګوندونو یې په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس اکثریت څوکۍ له لاسه ورکړي. د سه شنبې په ورځ، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو ګوند د استازو جرګې او سنا کې اکثریت له لاسه ورکړ.
د ویرجینیا پوهنتون د میلر مرکز د حکومتولۍ د چارو کې پروفیسره باربرا پیري وايي چې دا پایله ولسمشر ټرمپ په کور دننه کمزوری کوي، خو په بشپړ ډول نه. غه زیاتوي، "موږ داسې تاریخي پېښې او مخکینۍ بېلګې لرو چې ښيي، که څه هم ولسمشران ممکن د خپلې دورې په منځ کې په ټاکنو کې خپل ګوند په عملي توګه له لاسه ورکړي، خو بیا هم کولای شي له خپل شته واک څخه، د بهرنۍ تګلارې او دفاعي تګلارې په برخو کې د ځینو اهدافو او بریاوو د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي"
د امریکا غږ خبریال لیکلي، په ۱۹۹۴ کال کې، د ولسمشر بل کلنټن ګوند (ډیموکراتانو) د کانګرس په دواړو مجلسونو اکثریت له لاسه ورکړ. په راتلونکي کال کې، هغه د ډیټن د سولې پر هغې هوکړې خبرې اترې وکړې چې د بوسنیا جګړې ته یې د پای ټکی کېښود.
په ۲۰۱۴ کال کې، د ډیموکرات ګوند ولسمشر بارک اوباما ولیدل چې جمهوري غوښتونکو د کانګرس بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.
په ورپسې کال کې، هغه د جمهوري غوښتونکو له مخالفتونو سره سره، د ایران اټومي هوکړه نهایي کړه.
لیپین وايي، په ۱۹۸۶ کال کې، جمهوري غوښتونکي ولسمشر رونالډ ریګن ولیدل چې ډیموکراتانو پر ټول کانګرس واک ترلاسه کړ.
یو کال وروسته، هغه او د شوروي مشر میخایل ګورباچوف یو تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د اټومي توغندیو د یوې بشپړې کټګورۍ له منځه وړل وو. د ریګن د ژوندلیک لیکونکی، کریګ شرلي وايي چې د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې سنا دا تړون تصویب کړ، چې یولامل یې د ریګن لخوا د هغوې قانع کول وو.
د ولسمشرۍ تاریخ پوه او د ریګن د ژوندلیک لیکونکی کریګ شیرلي وايي،
"هغه یو ډېر هوښیار مذاکره کوونکی و او له ټولو سناتورانو سره یې خبرې اترې درلودې. سناتوران به ډېر ځله سپینې ماڼۍ ته ورتلل؛ هلته به د پریزنټیشنونو وړاندې کولو، قهوې، څښاک او داسې نورو مسایلو لپاره راټولېدل."
د امریکا غږ خبریال وايي، په ۲۰۰۶ کال کې، جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج ډبلیو بوش په کانګرس کې دواړه مجلسونه د ډیموکراتانو پر وړاندې له لاسه ورکړل؛ هغو ډیموکراتانو چې د عراق په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د تلفاتو د لوړې کچې له امله پر حکومت نیوکې کولې.
څو اونۍ وروسته، هغه په عراق کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د زیاتولو امر وکړ، چې په پایله کې یې په ۲۰۰۷ کال کې د تلفاتو کچه په چټکۍ سره راکمه شوه.
خبریال زیاتوي، د امریکا ډېرو وروستیو ولسمشرانو، د کانګرس له اجازې پرته، امریکا په شخړو کې ښکېله کړې ده؛ لکه سږکال د ایران د رژیم پر وړاندې ترسره شوی برید.
کریګ شیرلي د ولسمشرۍ تاریخ پوه او د ریګن د ژوندلیک لیکونکی وايي،
د دغه 'کنټرول او توازن' یو اړخ اوس نور نشته، ځکه چې د ولسمشرۍ مقام د کانګرس ډېر واک او صلاحیتونه ترلاسه کړي دي. دا به په زړه پورې وي چې وګورو آیا ټرمپ په راتلونکو دوو کلونو کې د دې کار توان لري، او که کانګرس به د هغه د ورو کولو یا درولو لپاره کومه لاره پیدا کړي"
ډیموکراتان په راتلونکي کال کې د ټرمپ د محدودولو لپاره هر څه چې کوي، د دوو تاریخ پوهانو په اند، ټرمپ به بیا هم خپله بهرنۍ تګلاره د پخوانیو ولسمشرانو د تګلارو د تعقیب پر ځای، پر خپلو شخصي انګیزو (احساساتو) او له نړیوالو مشرانو سره پر خپلو اړیکو ولاړه وساتي.
فورم \ دبحث خونه