د امریکا کانګرس دوه مجلسونه لري چې د استازو مجلس او د سنا مجلس دی. د استازو مجلس ۴۳۵ څوکۍ لري چې دا په ټولو پنځوسو ایالتونو د هغوی د نفوسو پر اساس ویشل شوي دي.
په دغو منځمهالو ټاکنو کې د متحدو ایالتونو د کانګرس د استازو خونې ټولو ۴۳۵ څوکیو ته او د سنا د ۱۰۰ څوکیو له ډلې څخه د ۳۵ څوکیو ته استازي ټاکل کېږي. د استازو خونې د غړو کاري دوره دوه کاله او د سنا شپږ کاله وي.
ټاکل شوې چې په متحده ایالاتو کې د منځنۍ دورې انتخابات د نومبر د میاشتې په دریمه نیټه وشي او څرګنده به شي چې د جهمور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت په پاتې دوره کې د استازو او سنا په مجلس کې اکثریت د جمهوري غوښتونکو سره پاتې کیږي او که دیموکراتان مخکې کیږي.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو څوارلسم لومړنی پاپ دی چې د امریکا په ټاکنو کې خپله رایه کاروي.
د امریکا د ۲۰۲۶ کال په منځمهاله ټاکنو کې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې د وروستیو دوو کلونو لپاره د کانګرس کنټرول د سیالۍ مهمه موضوع ده.
په متحدو ایالتونو کې د رایې ورکولو بڼه په بدلېدو ده او که څه هم ډېری خلک تراوسه خپلې رایې د رایې ورکولو په محلي مرکزونو کې کاروي، خو د پوست له لارې رایه ورکول ورځ تر بلې زیاتېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله لري چې جمهوري غوښتونکي د کانګرس په راتلونکو منځمهاله ټاکنو کې خپل اکثریت وساتي، خو که ډیموکراټان د استازو جرګې یا سنا کنټرول ترلاسه کړي، دی چمتو دی چې له هغوی سره د همکارۍ او جوړجاړي لارې ولټوي.
په داسې حال کې چې د امریکا د منځمهالو ټاکنو ته څه باندې یوه اونۍ وخت پاتې دی، نږدې ۲۹ میلیونه امریکایانو له ټاکلې ورځې مخکې خپلې رایې کارولې دي. د دواړو ګوندونو نوماندان د ټاکنو په درشل کې هڅه کوي چې د رایه ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړي.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینت وایي که د استازو خونې کې دموکراتان اکثریت هم شي، د ولسمشر ټرمپ د اجنډا د مخنیوي په اړه کوم کار نه شی کولای.
په متحدو ایالتونو کې وار دمخه د منځمهالو ټاکنو لپاره په یو شمېر ایالتونو کې رایې اچوونې پیل شوې دي. دا ټاکنې د دواړو جمهوریت غوښتونکو او دموکراتانو لپاره ډېرې مهمې بلل کېږي.