د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې امریکا او اوکراین استازي ابوظبي کې سره کښیني

ټاکل شوې ده چې د روسیې او اوکراین مذاکره کوونکي د سه شنبې په ورځ په ابوظبي کې د امریکا له استازو سره کښېني. دا د فبروري میاشتې راهیسې د درې اړخیزو سوله ییزو خبرو اترو لومړی پړاو دی.

واشنګټن هیله لري چې دواړه لوري دې ته وهڅوي څو مخامخ خبرې وکړي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به امنیتي چارې څنګه پر مخ ځي.

ځانګړي استازي او د ټرمپ زوم، جیرډ کوشنر د دوشنبې په ورځ په 'ایکس' (X) شبکه کې لیکلي: "ولسمشر ټرمپ هوډ لري چې دې وحشتناکې جګړې ته د پای ټکی کېږدي؛ هغه جګړه چې د ډېرو ځاني تلفاتو، ویجاړۍ او کړاوونو لامل شوې ده."

د خبرو اترو په درشل کې، کوشنر وویل چې هغه او ځانګړی استازی سټیف ویټکاف به له اوکراین، اروپايي اتحادیې، ناټو، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا څخه د خپلو شریکانو سره مشورې وکړي.

هغه لیکلي چې د دې دوه ورځنۍ ناستې موخه دا ده چې "اوکراین او روسیه سره یو ځای کړي، ترڅو هغوی له جګړې وروسته د خپلو امنیتي اندېښنو، وړاندیزونو او احتمالي حل لارو په اړه مخامخ خبرې وکړي."

کوشنر د امریکا څلور لومړیتوبونه په ګوته کړل: د جګړې پای ته رسول، د باور وړ امنیتي تضمینونه، د اوکراین لپاره یو اقتصادي پلان، او بشري اقدامات لکه د بندیانو او ملکي وګړو بېرته ستنول.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اوکراین او اروپا لپاره د جګړې وروسته د امنیتي چوکاټ په برخه کې پرمختګ شوی دی، خو خبرداری یې ورکړ: "تر اوسه هیڅ شی نهایی شوی نه دی."

ټرمپ د یوې هوکړې وړاندوینه کوي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سي بي ایس شبکې په "۶۰ دقیقو" خپرونه کې، چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، په یوه مرکه کې وویل: "زه باور لرم چې موږ یوې هوکړې ته ډېر نږدې یو.» هغه زیاته کړه چې اوکراین به "په پای کې یو څه توپیر لرونکی بڼه» غوره کړي، خو دا یې روښانه نه کړه چې له دې خبرې یې څه موخه وه.

ټرمپ دا نظر رد کړ چې ګواکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښايي د وخت ګټلو لپاره ورسره لوبه کوي. هغه وویل: "نه، زه داسې فکر نه کوم." ټرمپ په همدې ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، تمه لري چې د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شینزین ښار کې د "اسیا-پسیفیک اقتصادي همکارۍ" (APEC) په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال، له پوتین او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې اترې وکړي.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د مسکو د پلاوي مشري یو ځل بیا د ولادیمیر پوتین سلاکار ولادیمیر میدینسکي کوي او په دې ځل پلاوي کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف هم شامل دی. د اوکراین مشر مذاکره کوونکي، روستیم اومروف په فیسبوک کې لیکلي چې د هغه پلاوی متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته به له اروپایي چارواکو سره جلا همغږي کوونکې ناستې ترسره کړي. پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې خبرې اترې به درې اړخیزې پاتې شي.

د لومړۍ میرمنې رول

د تیرې میاشتې په اوږدو کې، د اشغال شوي اولیشکي سیمې په شاوخوا کې په جګړه کې شپږ ورځنی ځنډ چې د میلانیا ټرمپ په مرسته رامنځته شوی و د دې نوي پړاو شالید جوړوي.

تېره پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې د روسیې او اوکراین د استازو په ګډون په یوه غونډه کې، د امریکا لومړۍ میرمنې وویل چې هیله لري دغه اوربند به په "یوه کوچنۍ لمبه بدله شي چې وروسته د سولې په یوه تلپاتې اور واوړي."

کریملین هم د هغې په ښکېلتیا هرکلی کړی دی. پیسکوف دا د "سولې د ټینګښت په برخه کې بریالۍ بشردوستانه هڅې" وبللې او زیاته یې کړه: "موږ هیله لرو چې دا ټول به دوام ومومي."

دبریدونو دوام

د ښار او سیمې چارواکو په ټیلیګرام کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ، د روسیې یو جټ ډرون (بې پیلوټه الوتکه) په اودیسا کې پر یوه ګودام ولګېده؛ په دغه ګودام کې د سیمه ییزو ښوونځیو او وړکتونونو لپاره خوراکي توکي ساتل کېدل. په دې پېښه کې درې تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د اوکراین د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال ، ارتم نکراسوف وویل چې د دوشنبې په سهار د روسیې د بریدونو له امله په ۱۲ سیمو کې ځینې پیرودونکي له برښنا بې برخې شول. د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، د هغو ۳۱۷ بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له ډلې چې روسیې د شپې په اوږدو کې توغولي، ۱۰۵ یې د جټ انجن لرونکې وې.

په یوه جلا پرمختګ کې، د اوکراین د بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې د زاپوریژیا سیمې په کومیشوواخا کلي کې، د تیرې اونۍ پر مهال د مرستو پر یوه مرکز د روسیې د بمبارۍ له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۵ ته رسیدلی دی. د سیمې مسؤول، میخایلو سیمیکین د یکشنبې په ورځ وویل چې لا هم ۴۵ تنه ورک دي.

د لېنینګراډ سیمې والي الکساندر ډروزډینکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په روسیه کې، د سینټ پیټرزبورګ ښار ته څېرمه په کیریشي کې د «کینیف» (KINEF) په تصفیه خانه کې د اوکرایني ډرون تر برید وروسته اور لګېدلی دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG