د اسلامي همکاریو سازمان د زده کړو لپاره د افغان ښځو دهڅو سره خپل پیوستون اعلان کړ

په قاهره کې د "د یوې باثباته کورنۍ لپاره د ښځو پیاوړتیا" تر عنوان لاندې په یوه نړیوال کنفرانس جوړ شوې .

و.دا نړیوال کنفرانس چې د ښځو د پرمختګ سازمان لخوا جوړ شوی و د نومبر په ١٠ پیل او د نومبر په ١١ د یوې اعلاميې په خپرولو پاې ته ورسید.

د اسلامي همکاریو سازمان د بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال سرمنشي، طارق علي بخیت، د دغه سازمان د سرمنشي په استازیتوب یوه ثبت شوې وینا کې وویل:

هغه په افغانستان کې له ښځو سره د زده کړې او کار د حق ترلاسه کولو د هڅو په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان د پیوستون څرګندونه وکړه نوموړي د ښځو کرامت او د کورنۍ ثبات له پرمختګ او سولې سره تړلي وبلل. نوموړي زیاته کړه، "د ښځو وقار او د کورنۍ ثبات د پرمختګ او سولې نه جلا کیدونکي ستنې دي. "

نوموړي د کورنۍ د طبیعي جوړښت د ساتنې لپاره د اسلامي همکاریو سازمان پر ژمنتیا ټینګار وکړ او د داسې تګلارو غوښتنه یې وکړه چې له ښځو سره مرسته وکړي ترڅو د کورنۍ مسؤلیتونو او مسلکي هیلو ترمنځ توازن وساتي.

د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې، په اسلام اباد کې د ښځو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان یو پریکړه لیک تصویب کړ. په دغه پریکړه لیک کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار باندې د دوامداره محدودیتونو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده شوې او وایي دا اقدامات له هغو اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې د ښځو او نجونو کرامت، حقونو او پرمختګ ته درناوی لري؛ همدارنګه غوښتنه شوې چې دغه محدودیتونه دې لیرې شي ترڅو افغان ښځې او نجونې وکولای شي په ټولنیز ژوند کې په بشپړه توګه ګډون وکړي.

طالبانو په عمومي توګه دا ډول نیوکې رد کړي او ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په اړه د دوی د تفسیر له مخې، د ښځو حقونه خوندي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان پداسې وخت کې د د افغان ښېځو او نجونو څخه د ملاتړ یادونه کوي چې د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې د فعالیت ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین لپاره د ښځو او بشري حقونو پر نړیوالو مدافعو سازمانونو غږ کوي تر څو د دغه کمپاین برخه شي او افغان نجونې او ښځې هیرې نکړي

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې نړیوال ۱۶ ورځنې کمپاین به د نومبر په ۲۵ پیل او د د دسمبر تر ۱۰ مې به دوام ولري.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي؛ په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې، دوی په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي؛ نجونې یې له ثانوي او لوړو زده کړو منع کړي، ښځې يې له دندې او کار څخه یې ایستلي، د تګ راتګ ازادي یې پرې محدودې کړې او په تدریجي ډول یې له عامه ژوند څخه په بشپړه توګه لرې کوي.

XS
SM
MD
LG