نړیوال بانک: د ښو کرنیزو حاصلاتو سره سره د افغانانو اقتصادي وضعیت خراب دی
په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او بشري اړتیاوو کچه د ژمي له رارسېدو سره لا زیاته شوې ده. نړیوال بانک، د اقتصادي ودې له اټکل سره هممهاله، د بېکارۍ، د خوراکي توکو د لوړو بیو او د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې ده. بل لور ته، ملګرو ملتونو د ژمنیو بشري مرستو لپاره ۱۸ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.