د سعودي په مشرۍ ائتلاف پر یمن هوايي بریدونه کړي؛ حوثیان وايي لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن باندې بریدونه کړي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن باندې بریدونه کړي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف، چې د یمن د حکومت ملاتړ کوي، د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۸) وویل چې ځواکونو یې دوه بې‌پیلوټه الوتکې او یو کروز توغندی په هوا کې ویشتلي او له منځه وړي دي. د ائتلاف په وینا، د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو دغه الوتکې او توغندی د ریاض او د سعودي عربستان د جنوبي سیمو پر لور توغولي وو.

د ائتلاف ویاند، تورن جنرال ترکي المالکي، وویل چې د ائتلاف ځواکونو د یمن په صنعا، حدیده، عمران او صعده ولایتونو کې د حوثیانو ۶۰ پوځي هدفونه له منځه وړي دي.

المالکي د سه‌شنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل چې ائتلاف په دغو څلورو ولایتونو کې د حوثیانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، د عملیاتو موخه دا وه چې د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د کارولو لپاره د حوثیانو وړتیا کمه کړي او سمندري امنیت ته د متوجه ګواښونو مخه ونیسي.

د اعلامیې له مخې، په نښه شویو ځایونو کې د ځمکې لاندې هغه تونلونه هم وو چې حوثیانو پکې بالستیک توغندي ساتل. ائتلاف وايي، هغه تاسیسات یې هم په نښه کړي چې حوثیانو پکې د بې‌پیلوټه الوتکو پرزې سره یوځای کولې او الوتکې یې ساتلې.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع بیا سعودي عربستان تورن کړ چې پر ملکي سیمو یې پراخ بریدونه کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

سریع پر اېکس ولیکل: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سعودي هوايي ځواک په پلازمېنه صنعا او په حدیده، تعز، لحج، الجوف، حجه، مأرب او صعده ولایتونو کې پر ملکي ځایونو ۸۱ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.»

سریع وویل چې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي. د هغه په وینا، د جګړې له زور اخیستو راهیسې د سعودي د هوايي او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۵٬۲۶۴ ته رسېدلی دی.

دواړو خواوو دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د سعودي له ملاتړه برخمنو یمني حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې او د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د یمن حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل چې په کلابند تعز ښار کې د حوثیانو په مرمیو یو ماشوم وژل شوی او نهه نور کسان ټپیان شوي دي. په همدې ورځ په عدن کې د یمن پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې حوثیان، چې په «انصارالله» هم پېژندل کېږي، یوه ترهګره ډله بلل شوې ده. امریکا غږ په خپلواکه توګه د مرګ‌ژوبلې شمېرې، د پوځي هدفونو د له منځه وړلو په اړه د ائتلاف ادعا او د هوايي او توغندیزو بریدونو د ټول شمېر په اړه د حوثیانو ادعا نه ده تایید کړې.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې خپور شو، د یمن د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ جګړه له څو کلنې نسبي ارامۍ وروسته په جولای میاشت کې بیا پیل شوه. د راپور له مخې، له هغه راهیسې په جګړه کې زرګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او تر ۲۵۰ زرو زیات کسان بې‌ځایه شوي دي. یمن د ۲۰۱۴ کال له سپټمبر راهیسې په جګړه کې ښکېل دی. هغه مهال حوثیانو پلازمېنه صنعا او یو شمېر نورې سیمې ونیولې.

د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د یمن د حکومت د ملاتړ لپاره په جګړه کې مداخله وکړه. ورپسې اوږدې جګړې د هېواد بنسټیز تاسیسات ویجاړ کړي او میلیونونه کسان یې بشري مرستو ته اړ کړي دي. د جګړې وروستی شدت ښايي په یمن کې د ثبات د بیا ټینګولو هڅې نورې هم کمزورې کړي.

​
XS
SM
MD
LG