لیبیا پر روسۍ جنګي بېړۍ د برید په غبرګون کې اوکراین ته د غچ اخیستلو ګواښ کړی

د لیبیا په ختیځ کې پر یوې روسۍ جنګي بېړۍ د اوکراین په برید کې  دوه لیبیایی پوځیان د وراوښتو ټپونو له امله مړه شوي دي
د لیبیا په ختیځ کې پر یوې روسۍ جنګي بېړۍ د اوکراین په برید کې دوه لیبیایی پوځیان د وراوښتو ټپونو له امله مړه شوي دي

د لیبیا پوځي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو دوه افسران د هغو ټپونو له امله مړه شوي چې د اونۍ په پای کې د لیبیا په ختیځ کې پر یوې روسۍ جنګي بېړۍ د اوکراین په برید کې ور اوښتي وو.

د لیبیا ملي پوځ، چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، له اوکراین څخه د غچ اخیستلو ګواښ کړی، خو د احتمالي اقداماتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

کرملین د لیبیا له دریځ څخه ملاتړ څرګند کړی دی. د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف وویل: «پرته له شکه چې هېڅ هېواد به د خپلو سرتېرو د وژلو هڅه بې‌سزا پرېنږدي.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها بیا له دغو عملیاتو دفاع کړې او ویلي یې دي چې اوکراین د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د ځان د دفاع حق لري.

سیبیها ویلي، د اوکراین د پوځي عملیاتو هدف د روسیې د یرغل مخنیوی دی، نه لیبیا او نه دا چې د دغه هېواد خلکو ته زیان رسیږي.

بلخوا، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د لیبیا په بنغازي بندر کې پر روسي بېړیو د اوکراین برید «ناسم ګام» بللی او ویلي یې دي چې اوکرایني چارواکو ته یې خبرداری ورکړی چې جګړه نورو سیمو ته ونه غځوي.

په همدې حال کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه‌شنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراین څخه غوښتي چې د روسیې د تېلو پر تاسیساتو بریدونه ودروي، خو اوکراین لا هم دغو بریدونو ته دوام ورکوي.

پوتین خبرداری ورکړ چې روسیه به دغو بریدونو ته ځواب ورکړي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په غبرګون کې وویل، که پوتین غواړي چې د روسیې د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه ودرېږي، نو د اوکراین پر ضد د جګړې د درولو امر دې وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالات د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي. ولسمشر ټرمپ ویلي چې غواړي جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي، خو د سولې هوکړې ته رسېدل د دواړو خواوو په رضایت او سولې ته پر هوډ پورې تړلي دي.

​
XS
SM
MD
LG