د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له آیرلنډ سره د سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه


د اعلان شوي سکواډ له مخې یو شمیر ځوانو لوبغاړو د لومړي ځل لپاره د کرکټ ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.
د اعلان شوي سکواډ له مخې یو شمیر ځوانو لوبغاړو د لومړي ځل لپاره د کرکټ ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د آیرلنډ په خلاف د سیالیو ترسره کولو لپاره په دریو جوړښتونو کې د ملي لوبډلې غړي اعلان کړل.

د اعلان شوي سکواډ له مخې یو شمیر ځوانو لوبغاړو د لومړي ځل لپاره د کرکټ ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.

افغانستان په هند کې د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه له آیرلند سره د ۵ یو ورځنیو، ۳ شل اوریزو او یوې ټیسټ لوبو لړۍ لري، چې د مارچ تر ۱۹مې دوام کوي.

د دغو سیالیو او د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام لپاره د تیاریو په موخه، د افغانستان د کرکټ لسګونه لوبغاړو د جنوري په ۲۳مه د هند په بنګلور کې تمرینات پیل کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي د پنجشنبې په ورځ (سلواغه/دلو ۱۸مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له دغه تمریناتي کمپ څخه وروسته یو شمیر نويو لوبغاړو د ښې وړتیاو په ښودلو سره ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.

دولت احمدزي د کرکټ د ملي لوبډلې د غړو د اعلان پر مهال وویل "شهزاد محمدي، جاوید زاخیل، حضرت‌الله ځاځی، نورعلي ځدراڼ، اصغر افغان، رحمت‌ شاه، سمیع‌الله شینواری، حشمت‌ شهیدي، اکرام علي‌خیل، نجیب ځدراڼ، دا زموږ د ملي ټیم برخه ده د یو ورځینیو سیالیو، آلرونډرز کې موږ سره، محمد نبي، راشد آرمان، کریم جنت، ګلبدین دا زموږ د سپین بالینګ او فسټ بالینګ آلرونډرز دي، په فسټ بالینګ کې، آفتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ، فرید ملک، سعید شیرزاد او په سپین بالینګ برخه کې موږ مجیب ځدراڼ او ظاهر خان ته په یو ورځنیو لوبو کې چانس ورکړی".

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، چې د شل اوریزو او ټیسټ سیالیو لپاره یې جلا لوبډلې جوړې کړې دي.

هغه وویل، چې د شل اوریزو سیالیو لپاره یې عثمان غني، حضرت‌الله ځاځی، نجیب ترکی، اصغر افغان، سمیع شینواری، نجیب ځدراڼ، شفیق‌الله شفق، محمد نبي، راشد ارمان، کریم جنت، فرید ملک، سعید شیرزاد او ضیا شریفي په ملي لوبډله کې اخیستل شوي دي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دغه راز وویل، چې د ټیسټ سیالیو لپاره، اصغر افغان، شهزاد محمدي، احسان‌الله جنت، جاوید زاخیل، رحمت‌ شاه، ناصر جمال، حشمت‌الله شهیدي، اکرام علي‌خیل، محمد نبي، راشد آرمان، وفادار مومند، یمین احمدزي، شرف‌الدین اشرف او وقار سُلیمان‌خیل په ملي لوبډله کې ځای خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG