د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د دهلې بند د اوبو د تنظیم لپاره د ۳۴۸ میلیون ډالرو مرسته


د کندهار د دهلی بند
د کندهار د دهلی بند

د آسیا پراختیایي بانک د کندهار د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره څه باندې ۳۴۸ میلیون ډالرو مرسته وکړه.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د آسیا پراخیتایي بانک رئیس نرندرا سنګرو د چارشنبې په ورځ (تلې ۳مه/سپتمبر ۲۵مه) د دغو مرستو موافقه لاسلیک کړه.

ښاغلي قیومي وویل، په دې پیسو به د کندهار د دهلې بند، چې په افغانستان کې دویم لوی بند دی، لا پراخ شي.

هغه زیاته کړه: "دغه مرسته د آسیا پراختیایي بانک د اختصاصي صندوق له لارې ورکول کیږي او د کرنې، طبیعي سرچینو او کلیو پراختیا په برخو کې به ولګول شي".

په افغانستان کې د آسیا پراخیتایي بانک رئیس نرندرا سنګرو وویل، چې دا پيسې د افغانستان د اړتیا وړ زیربناو د جوړولو لپاره د دغه بانک د اوږدمهالو مرستو د ژمنې یوه برخه ده چې د افغانانو اقتصادي ژوند بدل کړي.

ښاغلي سنګرو وویل: "دغه پروژه به د افغانستان د کرنې اغېزمنتوب، د اوبو د سرچینو مدیریت، د برېښنا تولید او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي".

د افغانستاند مالیې وزارت وايي چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د دهلې په بند کې د اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لوړ او ورسره به په کندهار کې اوبو ته د خلکو د لاسرسي وضعیت سم شي.

د دهلې بند په ۱۹۵۲ کال کې جوړ شوی، چې د ۲۸۸ میلیون متره مکعب اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري. د افغان چارواکو پر وینا د نوې پروژې په عملي کولو سره به د دغه بند ظرفیت ۷۸۲ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړ شي.

XS
SM
MD
LG