د لاس رسي وړ اتصالات

الکوزی ګروپ افغانستان کې په مخابراتو ۳۰۰میلیون ډالر پانګونه کوي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، د الکوزي شرکتونو ګروپ د وصل ټیلیکام شرکت په اخیستلو سره، د مخابراتو په سکتور کې ۳۰۰ میليون ډالره پانګونه کوي.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د وصل ټیلیکام مخابراتي شرکت د پورونو د تصفيې او د ستونزو د حل لپاره د مخابراتو وزارت، د الکوزي شرکت او د وصل ټيلیکام مسولین، د دغه شرکت د پلورلو په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.

د مخابراتو وزارت دغه راز ویلي، چې د وصل ټیلیکام شرکت د مالکيت د انتقال او پلور طرحه د افغانستان د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې په پرنسيپ کې منظور شوې ده.

د بیان په یوه برخه کې ویل شوي "د الکوزي شرکتونو ګروپ به د ۳۰۰ ميليونه امریکايي ډالرو سره د وصل ټېلېکام مخابراتي شرکت اخلي او ټول مالي ذمت او پورونه به د اصل قيمت څخه دولت او نورو ټولو هغه ادارو ته ورکول کېږي چې یاد شرکت يې پوروړی دی".

د مخابراتو وزارت د بیان له مخې، د وصل ټیلیکام مخابراتي شرکت د فعالیت په پیلولو سره له فني او تخنيکي ستونزو سره مخامخ شو او د ورځې له ټکنالوجۍ سره د فعاليتونو په عیارولو او د خپلو نږدې ۱۰۰زرهمشترکينو د غوښتنې په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

د مخابراتو وزارت ویلي، دغه شرکت چې د CDMA د خدمتونو وړاندې کولو جواز لري، اوس دیوالي شوی او د مشترکینو شمیر یې ۱۲ زرو ته راښکته شوی دی.

په بیان کې راغلي "د وصل ټېلېکام خصوصي مخابراتي شرکت د خپل فعاليت د کلونو په اوږدو کې سربېره پر دې چې خپل مالياتي پورونه يې نه دي تصفيه کړي، بلکې د نورو خصوصي شرکتونو او دولتي بنسټونو پورونه هم ورباندې پاتې دي".

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA) د معلوماتو پر بنسټ، وصل ټیلیکام مخابراتي شرکت په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې، چې په اوس وخت کې ۲۰ میلیونه د جواز او شاوخوا ۲۰ میلیونه د فریکونسۍ له درکه پوروړی دی.

د مخابراتو وزارت د بیان له مخې، افغان حکومت د وصل ټیلیکام شرکت ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی وو، چې خپلې ستونزې حل او پورونه تصفيه کړي، خو دغه شرکت نه یواځې پورونه تصفيه نه کړل، بلکې د خپلو ستونزو په له منځه وړلو کې هم پاتی راغی.

د مخابراتو وزارت ویلي، ټاکل شوې چې د الکوزي شرکتونو ګروپ د وصل ټیلیکام اوسنۍ CDMA ټيکنالوژۍ GSM ته واړوي او د 4G او 3G په واردولو سره خپلو مشتريانو ته با کيفيته مخابراتي خدمات وړاندې کړي.

د اترا ادارې د معلومات له مخې، له ۲۰۰۲ عیسوي کال څخه تر اوسه مختلفو مخابراتي شرکتونو د افغانستان د مخابراتو په سکتور کې د ۲.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG