د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ زندانونو کې د تدابیرو په اړه د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه


د افغانستان په ۳۴ زندانونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ارزونې ښيي چې په ۱۷ ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو او د محابسو اړوند ادارو د کروناویروس لپاره معیاري وقایوي تدابیر نه دي نیولي.

د بشري حقونو کمېسیون په یو تازه راپور کې چې د کب له شپږمې څخه تر ۲۶مې پورې په محابسو کې د ارزونو په نتیجه کې جوړ شوی ویلي چې د ملي قوانینو او نړیوالو میثاقونو په اساس ټول بندیان روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي حق لري.

په راپور کې راغلي: "د کرونا پراخه ناروغي یوه ملي او نړیواله ستونزه ده، خو د ستونزو ژوروالي ته په کتو لکه څنګه چې زموږ نظارتي موندنې ښيي د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې د روغتیا او محابسو اړوند ارګانونو له خوا نیول شوي تدابیر کافي نه دي".

د بشري حقونو کمېسیون خبرداری ورکړی که مسول چارواکي په دې برخه کې جدي عمل ونکړي، ښایي د احتمالي کړکېچونو مهارول ستونزمن شي.

پکتیا، بادغیس، فراه، نیمروز، بدخشان، ننګرهار، بلخ، سمنګان، هلمند، میدان وردک، لوګر، غزني، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غور او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د بشري حقونو کمېسیون د راپور په اساس په کې له کروناویروس څخه د ژغورنې لازم تدابیر نه دي نیول شوي.

خو د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د څرخي پله په زندان کې اړین روغتیايي تدابیر نیول شوي دي.

دغه کمېسیون په څرخي پله زندان کې له بندیانو سره د لیدنو ځنډول، د کروناویروس د احتمالي ناروغانو لپاره د ۲۵ بسترونو ځانګړي کول، د کروناویروس په اړه د محابسو کارکوونکو او بندیانو ته د عامه پوهاوي ورکول، په هر بلاک کې د درېیو ډاکټرانو ګومارل، د زندانیانو دوامداره روغتیايي معاینه او د قرنطین مرکزونو ته د احتمالي ناروغانو د انتقالولو لپاره د ترانسپورت ځانګړي کول هغه تدابیر یاد کړي چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره نیول شوي دي.

وړاندیزونه

د بشري حقونو کمېسیون ټینګار کړی چې په زندانونو کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره باید د افغانستان د محابسو او توقیف‌خونو عمومي ریاست جدي تدابیر ونیسي او دغه راز د روغتیا وزارت هم د زندانونو لپاره په کافي اندازه درمل او نور روغتیايي خدمات برابر کړي.

کمېسیون دغه راز له امنیتي، عدلي او قضایي بنسټونو څخه غوښتي چې بیړنیو شرایطو ته په کتو د زندانیانو په ځانګړي ډول ښځو او هغو کسانو لپاره چې د حق‌العبدي دعوا ورباندې نشته ورته په کورونو کې د قرنطین کېدو د زمینې پر برابرولو غور وکړي.

د بشري حقونو کمېسیون همداشان په زندانونو کې د کروناویروس د احتمالي پېښې د تشخیص په صورت کې د افغان حکومت له اړوندو بنسټونو څخه د محابسو د قرنطین کولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په زندانونو کې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره یې تدابیر نیولي دي.

د دغه وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دې اقداماتو کې له بندیانو سره د لیدنې لپاره د پایوازانو د شمېر کمول او له ملاقاتونو مخکې د پایوازانو معاینه کول شامل دي.

ښاغلي مایار وویل: "تراوسه هیڅ مشکوکه پیښه په زندان کې نشته دوی هیڅ یو له ایران څخه نه دي راغلي او د پایوازانو د تماس لپاره هم یو سیستم جوړ شوی، چې له نږدې ډیر زیات تماس ونلري".

د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه هغه پولیس چې زندانیانو سره په تماس کې دي هغوی هم له تماس وړاندې معاینه کیږي.

د بشري حقونو کمېسیون په داسې حال کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره په زندانونو کې د تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت او طالبانو هم په زندانونو کې د خپلو بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې وې.

د افغان حکومت د شمېرو په اساس دا مهال له ۳۵زرو څخه تر ۴۰زره کسان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.

XS
SM
MD
LG