د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا اخته کسانو شمېر ۲۱ ته ورسېد


د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د پنځو نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله ماریار نن دوشنه «کب۲۶مه» ویلي چې دغه تازه پېښې دوې په هرات، دوې لوګر او یوه هم په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.

تر پرونه پورې په افغانستان کې د کرونا ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې د یادو تازه پنځو پېښو په ثبتېدو سره یې شمېر ۲۱ ته ورسېد.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه په هرات ولایت کې ثبت شوه چې تر هغه وروسته د افغانستان شمال، مرکزي او شمال لودیځو ولایتونو کې هم پیدا شوې.

تر دا مهاله د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې چې ۱۲کیږي په هرات، ۳ سمنګان، ۲ لوګر، او یوه ـ یوه هم په بلخ، کاپیسا، بادغیس او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په کرونا اخته ټول کسان په دې وروستیو کې د ایران له قم ښار څخه لومړی هرات ته راغلي او تر هغه وروسته نورو ولایتونو ته ستانه شوي دي.

تېره ورځ د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر هم وویل چې د راپورونو له مخې تر دا مهاله شاوخوا ۱۰ افغان کډوال په ایران کې د کرونا ویروس مړه کړي دی.

ایران تر چین وروسته دوهم هیواد دی چې کرونا ویروس پکې سلګونه کسان مړه کړي دي.

  • ځانګړې کمېټه

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو زیاتېدو سره ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ویرویس د پراخېدو د مخنیوي او قایې د عامه پوهاوي په اړه د یوې ځانګړې کمېټې رامنځته کولو فرمان ورکړی دی.

دغه کمېټه مکلفه ده چې د کرونا ویروس خپرېدو په اړه ټول ورځني معلومات یو ځای او په اړه یې خلکو ته معلومات ورکړي.

د ارګ لخوا په خپاره شوي بیان کې په دې اړه ویل شوي:"دغه کمېته لیکلي، غږیږ او انځوریز پیغامونه د عامه پوهاوي پر اساس چمتو کوي او د ټولنیزو رسنیو لخوا خپرېږیږي."

پر همدې مهال د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر امریکا غږ ته وویل چې د کرونا ویروس د اندېښنې له امله حکومت په صالونونو کې د ودونو پروګرامونه، دیني مدرسې او د حمامونو فعالیتونه هم ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG