د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: امریکا سره د امنیتي تړون بیاکتنه امنیت نه راولي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، چې د کابل – واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون بیاکتنه د دغه هیواد د امنیتي وضعیت له ښه‌والي سره مرسته نه کوي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۲۶) د وزیرانو شورا غونډې ته وویل، د کابل – واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون، چې د لویې جرګې له خوا تائید شوی او د ملي یووالي حکومت د خپل کار په لومړیو ورځو کې لاسلیک کړی، اوس ځینې سیاستوال د یو لړ شخصي مسایلو پر بنسټ د دغه تړون د بیاکتنې غوښتنه کوي.

هغه وویل "ځینې سیاستوال چې دا مسله مطرح کوي، داسې نه ده چې دوی له اوضاع بې‌خبره دي، بلکه ځینې شخصي مسایل او غوښتنې، چې له پخوا موجودې وې او ترلاسه شوې نه دي، د دې سبب کیږي چې په ټولنه کې یو بحث مطرح کړي، چې د هیواد له امنیتي وضعیت او ثبات سره هیڅ ډول مرسته نه کوي".

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې افغانان په مختلفو برخو کې په خپلو پښو د ودریدو غوښتونکي دي، خو نه غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان تړونونه تر پوښتنو لاندې راشي. هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې هیڅ څوک د افغانانو استازولي نه شي کولی.

اجرائیه رئیس د افغانستان روان امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل، چې د ناامنیو دوام او له افغانستان څخه بهر د تروریستي ډلو د مرکزونو مسله هغه څه دي، چې باید ورباندې له نړیوالې ټولنې سره بحثونو وشي.

د افغانستان ولسي جرګې په دغه هیواد کې د ناامنیو او خونړیو تروریستي پيښو وروسته د چهارشنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۲۱) په خپله عمومي غونډه کې د کابل – واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون پر سر بیاکتنه په غوڅ اکثریت تائید کړه.

دغه راز، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمیر سیاسي مشرانو او ګوندونو هم د دغه تړون پر بیا کتنې ټینګار کړی دی.

خو ولسمشر غني یې په غبرګون کې ویلي، چې نه غواړي هیواد یې یو ځل بیا د انزوا په لور لاړ شي او هغه نړیوالې اړیکې چې پر وینا یې افغانانو د قُربانیو په ورکولو او تدبیر سره لاس ته راوړي د احساساتو په نتیجه کې بیرته له لاسه ورکړي.

د هغه پر وینا، د سیمې یو شمیر هیوادونه هڅه کوي، ترڅو له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې له منځه لاړې شي.

XS
SM
MD
LG