د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: ۲۰۱۹ کې ۲۷۰زره افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي


افغان حکومت وایي د دغو کسانو له ډلې یې اکثریت د جنګ جګړو له کبله بې ځایه شوي
افغان حکومت وایي د دغو کسانو له ډلې یې اکثریت د جنګ جګړو له کبله بې ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې دننه له ۲۷۰زرو څخه زیات کسان بېځایه شوي دي.

د اوچا موندنې ښيي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې وسله‌والې نښتې د خلکو د بې‌ ځایه کېدو عمده لامل دی او بې‌ځایه شوې کورنۍ نه شي کولی چې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.

د اوچا د ریپوټ په اساس، ۵۸ فیصده ماشومان او ۲۱ ښځې په بې‌ځایه شویو کې شامل دي، چې جګړې د خپلو اصلي سیمو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د دغې ادارې د شمیرو له مخې چې د افغانستان په لویدیځ کې د وچکالۍ، جګړو او نورو عواملو په سبب د ۲۴۵زره بې‌ځایه شویو له شمیرې یوازې ۱۰۰ زره تنه بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات ویاند عبدالباسط انصاري امریکا غږ ته وویل چې په کور دننه د بېځایه شویو شمېر څه باندې درې میلیون او ۷۷۸زره کسانو ته رسیږي.

ښاغلي انصاري وویل په دغو کسانو کې یې ۶۷ د جنګ جګړو او ۳۳ سلنه نور یې د وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو له کبله بېځایه شوي دي.

اوچا په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو د شمیرې پر زیاتېدو اندېښنه شودلې او ویلي یې دي چې د روان کال تر پایه به دا شمیره شاوخوا یو میلیون کسانو ته لوړه شي.

د بې‌ځایه شویو سربیره بیرته راستنېدونکي کډوال او له بهر څخه شړل شوي مهاجرین هم د اړمنو کسانو د شمیرې د زیاتېدو لامل کیږي.

د اوچا ریپوټ ښيي چې د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر اوسه ۲۹۴زره افغان مهاجر او پناه‌غوښتونکي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او یا په جبري ډول ایستل شوي دي.

له دې شمیرې ۲۷۰زره افغانان له ایران، ۱۷زره له پاکستان، ۶زره له ترکیې او پاتې له نورو مختلفو هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې، په دغه هیواد کې د بې‌ځایه شویو مجموعي شمیره نږدې ۳.۸ میلیونه کسانو ته رسیږي، چې لویه برخه یې د جګړې او ناامنیو له امله د خپلو اصلي سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG