د لاس رسي وړ اتصالات

د ګاز بیې ټیټولو لپاره د افغان حکومت او خصوصي سکتور هڅې


افغان حکومت او خصوصي سکتور د ګازو بیه، چې په دې وروستیو کې په بې‌ساري ډول پورته شوې، د بېرته راټیټولو هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د دوشنبې په ورځ د جنوري په ۲۰مه ( مرغومي ۳۰) امریکا غږ ته وویل، چې د ګازو او تیلو دولتي شرکت دغه وزارت ته د یوې طرحې په وړاندې کولو سره چمتوالی ښودلی چې یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانیو بازار ته عرضه کړي.

ښاغلي مسجدي زیاته کړه، چې د دغې طرحې وړاندیز د وزارت له خوا تائید شوی او د عملي کولو لپاره یې اقدامات پیل شوي دي.

هغه وویل: "په هغو مغازو کې چې دې شرکت پورې تړاو لري، موږ کولی شو چې دا کار له یوې اونۍ څخه په کمې مودې کې ترسره کړو، پلان دا دی چې ژر تر ژره د خلکو اړتیاوې پوره کړو، لږ تر لږه یوه اونۍ خو ښايي پیل یې له سبا یا بل سبا وشي".

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ویاند جان آقا نوید امریکا غږ ته وویل، چې د زیاتې واورې ورېدو، د لارو د بندېدو او د هرات د ترانسپورتي ټولنې د کارکوونکو د کاري اعتصاب له امله د ګازو بیه لوړه شوې ده.

ښاغلي نوید زیاته کړه، چې شاوخوا له شلو ورځو راهیسې د افغانستان له شمال او لویدیځ څخه کابل ته ګاز نه دي راوړل شوي.

هغه وویل: "تېره اونۍ لارښوونه وشوه، چې شرکتونو ته یو کیلو ګاز په ۶۵ افغانۍ ورکړل شي او په دې اونۍ کې هم د ګازو بیه یې راټيټه کړه، هغو شرکتونو ته چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق غړیتوب لري په کابل کې په عمده ډول یو کیلو ګاز په ۵۲ افغانیو پلورل کېږي".

د کابل ښار په مختلفو برخو کې اوسمهال یو کیلو ګاز د ۷۰ او ۱۰۰ افغانیو ترمنځ په پرچون ډول پلورل کېږي.

دولتي مغازې بیا د ۵۰ افغانیو په بدل کې د کابل ښار اوسېدونکو ته یو کیلو ګاز ورکوي، چې د دغو مغازو د کموالي له امله، خلک په اوږدو کتارونو کې د ګاز د اخیستلو لپاره په ساعتونو منتظر وي.

XS
SM
MD
LG