د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سولې ملاتړ لپاره د "نړېوالې ډلې جوړولو" هڅې پیل کړي


د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د افغان سولې له بهیر څخه د نړیوال ملاتړ ډلې د رامنځ ته کولو لپاره، په کابل کې له بهرنیو دیپلوماتانو سره خبرې دوام لري.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري امریکا غږ ته وویل، دا نړیواله ډله د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالو هڅو د منسجم کولو او په دې برخه کې د اجماع د پیاوړتیا لپاره جوړېږي.

د آغلې انوري پر وینا، د افغان سولې له پروسې څخه د نړیوال ملاتړ ډله د افغانستان د جمهور رئیس محمداشرف غني د فرمان په اساس جوړېږي، چې رهبري به یې د افغانستان په استازیتوب د سولې په چارو کې د دولت وزارت په غاړه وي.

هغې زیاته کړه: "د سولې په بهیر کې د ښکېلو هیوادونو سفارتونه، کلیدي تمویل کوونکي او اړوند نړیوال بنسټونه د دې ډلې غړي به وي".

د دغې ډلې د جوړولو لپاره د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په کابل کې د یو شمیر هېوادونو له سفیرانو سره لیده کاته پیل کړي دي.

ښاغلي رحیمي د دغو لیدو کاتو په لړ کې د روسیې، هسپانیې، ترکمنستان، اندونیزیا او سعودي عربستان له سفیرانو سره په جلا لیدنو کې خبرې کړې دي.

د افغان سولې له پروسې څخه د نړیوال ملاتړ دغه ډله په داسې حال کې جوړېږي، چې تر اوسه طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د جمهور رئیس غني د اوربند شرط نه دی منلی.

له بلې خوا امریکايي او طالب استازي هم په قطر کې له پنځه ورځنیو مذاکراتو وروسته، د سولې د توافق لیک د لاسلیکولو څرنګوالي پر موافقې ته نه دي رسیدلي.

د چارو شنونکي وايي، چې افغان حکوومت پر غوښتنې بحثونه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د بهیر د اوږدېدو لامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG