د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سره د خبرو په دوام افغان پلاوی اسلام‌آباد ته ولاړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د خبرو په دوام د جمعې په ورځ د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته تللی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند صبغت‌الله احمدي امریکا غږ آشنا ته وویل، د افغان پلاوي په ترکیب کې لوړ پوړي امنیتي او ملکي استازي شامل دي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي.

د ښاغلي احمدي پر وینا، افغان او پاکستاني چارواکي به د جمعې او شنبې په ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ د مهمو مسلو لکه، تروریزم سره مبارزه، د تاوتریخوالي د کچې راکمول، د سولې په خبرو کې د پاکستان همکاري، د افغان حکومت له خوا د سپارل شویو اسنادو څیړل، په تدریجي ډول د مهاجرینو ستنول او د اقتصادي همکاریو پر سر خبرې وکړي.

هغه وویل، چې د کابل – اسلام‌آباد ترمنځ مذاکرات به دا ځل مثبتې او وروستۍ پایلې ولري "زموږ د هیلمندتیا نښې خورا زیاتې دي، د کابل په غونډه کې زیات پرمختګونه وو او موږ هیله لرو چې دا پرمختګونه دوام وکړي، له شک پرته دلته د امریکا فشارونو خپل نتایج درلودل".

ښاغلي احمدي وویل، دواړه خواوې به په کابل کې د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه، د پاکستان له خوا د ګډو څیړنو د وړاندیز پر سر هم خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې افغان حکومت د دغو خبرو پایلو ته 'ډیر هیلمند' دی.

د افغان حکومت دغه پلاوی په داسې حال کې اسلام‌آباد ته تللی، چې تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په مشرۍ یو ملکي او پوځي پلاوي له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ په کابل کې له څو ساعته بحثونو وروسته خبریالانو ته وویل، چې دواړه خواوې په 'مهمو مسئلو' هوکړې ته ونرسیدل.

د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مذاکراتو دا لړۍ، وروسته له هغې پیل شوه، چې د کابل ښار په صدارت څلورلارې کې د دلوې په اومه له خونړي برید وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هیواد چارواکو ته یې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د بریدونو د تنظیمولو په تړاو اسناد او شواهد وسپارل.

پاکستاني پلاوي په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره د خبرو پر مهال وړاندیز وکړ، چې دواړه هیوادونه دې په ګډه د دغو اسنادو په اړه څیړنه وکړي.

XS
SM
MD
LG