د لاس رسي وړ اتصالات

هند سره په لوبې کې به هیجان، وارخطايي او فشار وي- فیل سیمنز


فیل سیمنز له راشد خان سره د تمرین پر مهال
فیل سیمنز له راشد خان سره د تمرین پر مهال

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکي فیل سیمنز له هند سره د افغانستان د کرکټ تر تاریخي لوبې څو ورځې مخکې نوې څرګندونې کړي دي.

ښاغلي سیمنز وايي چې افغان لوبغاړو د دغې لوبې لپاره ښه تمرینونه کړي او چمتو دي، خو ټېنګار کوي چې په لوبه کې به فشار وي.

هغه وايي "دا د افغانستان لومړنی ټسټ دی. د نړۍ له اولې درجې لوبډلې سره لوبه ده او په هند کې لوبه ده، دا ټول یو ډول فشارون دي. که تاسو مخکې د ټسټ لوبه نه وي کړې، دا په خپله یو فشار دی. فشار به هم وي، وارخطايي به هم وي او هیجان او احساسات به هم وي، خو دا چې څنګه دا ټول کنترولوو، دا مهم دي."

روزونکي سیمنز هیله وښوده چې افغان لوبغاړي به ښه لوبه وکړي. د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې د هغه مرکه خپره کړې ده.

افغانستان تېرکال په همدغه میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او سږکال په همدغې میاشت کې له هند سره خپله لومړنۍ ټسټ لوبه کوي.

ښاغلي سیمنز وویل چې افغان لوبډلې دغې لوبې ته ښه تمرینونه کړي دي
ښاغلي سیمنز وویل چې افغان لوبډلې دغې لوبې ته ښه تمرینونه کړي دي

د ریهاني او اصغر ستانکزي څرګندونې

د هند د لوبډلې مشر اجنکا ریهاني وایي خوښ دی چې له افغانستان سره د ټسټ په دغه تاریخي سیالۍ کې لوبیږي. هغه تر دغې لوبې څو ورځې مخکې رسنیو ته وویل چې افغانستان د ۲۰ اورونو او یوې ورځینو لوبو ښه ټیم او ځينې ښه لوبغاړي لري چې په خبره دغه لوبغاړي به هڅه کوي د ټسټ په سیالیو کې هم ښه وځلیږي.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي څه موده مخکې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو هڅه یې دا ده چې له هند سره ښه لوبه وکړي.

هغه وویل "په لوبه کې ګټل او بایلل دواړه شته، خو دوی به هڅه وکړي چې په خپل لومړني ټسټ کې افغانانو ته خوښي وبخښي."

نبي، راشد او مجیب څه وايي؟

د افغانستان درې مهم لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هیله ښودلې چې له هند سره به ښه لوبه کوي. دوی درې واړو د آی پي ال په سیالیو کې لوبېدلي دي او ځیني هندي لوبغاړي یې هم ښه پېژني.

محمد نبي د آی پي ال سیالیو پر مهال د هند له تلویزون سره د فیسبوک په ژوندۍ مرکه کې ویلي وو "نغواړو خپل لومړنی ټست" وبایلو.

له هند سره په لوبې کې نبي، راشد او مجیب مهم لوبغاړي بلل کیږي
له هند سره په لوبې کې نبي، راشد او مجیب مهم لوبغاړي بلل کیږي

راشد خان بیا اس پي ان تلویزون ته ویلي چې له هند سره او په هند کې د ټسټ لوبې ته ډېر هیجاني او منتظر دی. هغه ویلي دي هیله یې دا ده چې د ۲۰ اورونو په څېر په ټسټ کې هم ښه وځلیږي.

مجیب الرحمن هم همدا هیله ښودلې ده خو دا یي زیاته کړې ده چې غواړي په ټسټ کې هندي لوبغاړی راهول وسوځوي. راهول په آی پي ال کې د مجیب سره په یوې لوبډلې کې لوبېده. دی ویکټ کیپر منډه جوړونکی دی.

شک نشته چې له هند سره د افغانستان لوبه تاریخي بلل کیږي، خو دا هم باید هېره نکړو چې هند د ټسټ کرکټ لومړنۍ درجې هېواد دی او سلګونه ټسټ سیالۍ یې کړي دي، خو افغانستان لا د ټسټ یوه لوبه هم نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG