د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او فلسطین د فوټبال سیالي مساوي پای ته ورسیده


د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي ټیمونه د یکشنبې د ورځې (اگست ١٩) په دوستانه لوبه کې مساوي شول.

د افغانستان او فلسطین د فوټبال د ملي ټیمونو دوستانه لوبه چې د افغانستان د خپاواکۍ د ٩٩ کلیزې په ویاړ د یکشنبې په ورځ په کابل وشوه، د دواړو ټیمونو د گول کولو د چانس سره سره صفر د صفر په وړاندې مساوي پای ته ورسیده.

پدې لوبه کې چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په لوبغالي کې وشوه د فلسطین ټیم د افغانستان د ټیم په پرتله د گول وهلو زیات چانسونه له لاسه ورکړل او هغه هم د افغانستان د کولکیپر عزیزي د ښه لوبې په برکت.

ددې لوبې د لیدلو لپاره په سلگونو مینه وال چې زیات شمیر کورنۍ هم په کې وې په ستدیو کې حاضر وو.

افغانستان په داسې حال کې ددې لوبې کوربتوب وکړ چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا دا هیواد د نړیوالو لوبو د کوربتوب نه منع کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو چارواکي علي کاظمي دمخه رسنیو ته ویلي وو چې ددې لوبې په ښه کوربتوب سره "مونږ فیفا ته څرگندوو چې کولای شو ښه کوربه واوسو او د هغو پنځو هیوادونو د لست نه مو وباسي چې په خپل کور کې د فوټبال د بین المللي لوبو د جوړولو نه منع شوي دي".

افغان ورزشي مفسر واصل وصال د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل "ددغه راز لوبو ترسره کول، کولای شي ددې زمینه برابره کړي چې افغانستان د نورو نړیوالو لوبو کوربتوب هم وکړي."

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون یو چارواکي طاهر روفي د امریکا غږ ته وویل چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د فلسطین ټیم کابل ته راغی او دا لوبه په پوره او جوش سره وشوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دا دریم ځل و چې افغانستان او فلسطین سره لوبه وکړه چې په تیرو دوو لوبو کې یوه فلسطین گټلې وه او بله یې مساوي شوې وه.

د یادولو وړ ده چې نژدې پنځه کاله مخکې افغانستان د پاکستان د فوټبال د ملي ټیم کوربه و، هغه لوبه چې د افغانستان په گټه تمامه شوې وه.

XS
SM
MD
LG