د لاس رسي وړ اتصالات

جده کې پر افغان سولې د علماوو غونډه ده، افغان عالمان هم ورغلي


د افغانستان د دینو عالمانو شورا، په جده کې د اسلامي هیوادونو د عالمانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره، د سُني او شیعه افغان عالمانو یو ۳۰ کسیزه پلاوی سعودي عربستان ته استولی دی.

د افغانستان د عالمانو د شورا غړي حاجي یوسفي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دغه پلاوی د عالمانو د سراسري شورا رئیس او د سولې د عالي شورا غړي قیام‌الدین کشاف په مشرۍ، د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۸) سعودي عربستان ته تللی دی.

د ښاغلي یوسفي پر وینا، د جدې غونډه په غونډه کې، چې د اسلامي هیوادونو له سلو زیات دیني عالمان په کې ګډون کوي، د افغانستان د سولې په تړاو به مهمې پریکړې وشي.

هغه وویل "دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړي او په کې به د افغانستان د سولې رښتینې لارې چارې د دیني عالمانو له خوا وارزول شي او رښتینې سولې ته د رسیدو آسانه لارې په کې څیړل کیږي".

د افغانستان د عالمانو د شورا دغه غړي وویل، د اسلامي هیوادونو ۱۳۰ تنه دیني عالمان د سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو د عربستان په مکه او مدینه ښارونو کې غونډې کوي.

ښاغلي یوسفي زیاته کړه "د دغې غونډې د جوړولو هدف دادی چې د جګړې د تحریمولو فتوا ورکوي او له طالبانو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره ونیسي".

د دغې غونډې په پای کې به د نړۍ په کچه راټول شوي دیني عالمان د افغانستان د جګړې د حراموالي په تړاو هم يو پریکړه‌لیک صادر کړي.

د افغانستان د دیني عالمانو شورا تمه لري، چې په دغې غونډه کې د اسلامي نړۍ دیني عالمان، په افغانستان او نړۍ کې د ځانمرګو بریدونو، د مسلمانانو د وژنې او د عبادت پر ځایونو باندې د بریدونو پر ضد پریکنده او جدي نظر وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG