د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ازبکستان لومړنۍ امنیتي غونډه وکړه


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د کابل او تاشکند ګډ امنیتي کمیسیون د شنبې په ورځ په خپلې لومړنۍ غونډه کې، د یو تطبیقي پلان په جوړولو هوکړې ته رسیدلي دي.​

د ملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان د ګډ کمیسیون په دغې ناسته کې د ګډون لپاره، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوپوړي افغان امنیتي پلاوي ازبکستان ته سفر کړی.

په بیان کې راغلي "د ګډ امنیتي کمیسیون لومړنۍ غونډه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر او د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي ویکتور محمدوف په مشرۍ تر سره شوه. په دې ناسته کې د کمیسیون د چارو د تنظیم او هوکړو د عملي کیدو په موخه د تطبیقي پلان په رامنځته کیدو دواړه لوري توافق ته ورسیدل".

د ملي امنیت شورا ویلي، دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو د پراختیا ترڅنګ د څو اړخیزو اړیکو پراختیا او د اوږد مهاله پرمختیايي پروژو تطبیق د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم بللی او د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر عملي کیدو او بشپړ تطبیق یې ټینګار کړی دی.

دغه راز دواړو خواو په دې ناسته کې د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزې او د مخدره موادو د تولید او قاچاق د مخینوي پر سر هم خبرې کړې دي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ امنیتي کمیسیون شاوخوا اوه میاشتې مخکې، تاشکند ته د افغان ولسمشر محمداشرف غني د وروستي سفر په لړ کې، د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په موخه، جوړ شو.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د دغې امنیتي غونډې په څنډه کې، د ازبکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره هم جلا جلا لیدنې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د مطبوعاتو دفتر ویلي، چې د دغو لیدونو په ترڅ کې دواړو خواو د ټاپي پروژې د پرانیستلو په موخه د تیاریو او د تطبیق د بیلابیلو پړاوونو لپاره د امنیت د ټینګښت او څرنګوالي په اړه خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG