د لاس رسي وړ اتصالات

د اداري فساد ضد مبارزې قاضیان د مرگ له گواښ سره مخامخ دي


د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د افغانستان د قضایي او عدلي مرکز محکمه د رشوت او اختلاس سترې قضیې څیړي
د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د افغانستان د قضایي او عدلي مرکز محکمه د رشوت او اختلاس سترې قضیې څیړي

د افغانستان د قضایي او عدلي مرکز د اداري فساد د لویو جرمونو د استناف د محکمې رئیس وایي چې ددې محکمې د قاضیانو او اداري کارکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

انیسه رسولي د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې په تیرو میاشتو کې د افغانستان د عدلي او قضایي مرکز د اداري فساد د جرمونو د استناف محکمې څلور تنه کشفي پولیس د نامعلومو کسانو له لورې وژل شوي دي او ددې محکمې د نورو قاضیانو او کارکوونکو پر وړاندې جدي گواښ موجود دی.

میرمن رسولي وویل "د عدلي او قضایي مرکز څلور تنه کشفي کارکوونکي ترور شول، چې دا پخپله د گواښ کچه په ډاگه کوي. یو کشفي پولیس وژني، مطمیناً چې که قاضي او څارنوال ته ورسیږي هغوی هم تروروي."

ددې محکمې رئیسه د محکمې د قاضیانو او کارکوونکو پر وړاندې د گواښ زیاتوالی ددې ادارې د موثرو فعالیتونو او د اداري فساد اړوند قضایاو ښه څیړنه گڼي چې لوړپوړي دولتي مقامات یې محاکمې ته وړاندې کړي دي.

د میرمن رسولي په وینا ددې محکمې د جوړیداو راهیسې د افغانستان پاوخوا ٥٠ لوړپوړي مقامات د ابتدائیه او استناف محکمو له خوا په سزا محکوم شوي دي چې په هغو کې پوځي جنرالان، والیان، د وزارتونو مرستیالان او ښاروالان شامل دي.

هغې زیاته کړه "ټول هغه کسان چې محکمې پرې حکم کړی په بند کې دي او د بند موده یې لږ تر لږه له یو کال نیولې تر ٢٠ کلونو پورې ده او ددې محکمې فعالیت په دولتي ادارو کې"ویره او ډار" رامنځ ته کړی او د اداري فساد مخه نیول شوې ده.

تهدید بر ضد قضات و کارمندان محکمۀ استناف جرایم سنگین فساد اداری مرکز عدلی و قضایی افغانستان در حالی افزایش یافته است که مبارزه بر ضد فساد اداری در اولویت حکومت افغانستان قرار دارد.

د اداري فساد پر ضد د جدي مبارزې په اړه د افغانستان د حکومت د ادعا سره سره د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان د نړۍ په اتو ډیرو فاسدو هیوادونو کې شامل کړی دی.

د قاضیانو د امنیت لپاره د افغانستان د حکومت اقدام

میرمن رسولي وايي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ددې محکمې د قاضیانو او کارکوونکو د امنیت د نیولو په اړه درې ځانگړي فرمانونه صادر کړي چې پکې زرهې موټرې، د اوسیدنې ځای او امنیتي ساتونکي شامل دي، خو د امنیت د لوړپوړو رجالو د ریاست له لورې د ٥٠ تنو ساتونکو پرته د زرهې موټرو او ځای په اړه اقدام نه دی شوی.

میرمن رسولي وایي په دې محکمه کې ١۴ قاضیان کار کوي او د هغوی د اوسیدنې کورونه په هغو ساحو کې دي چې امنیت یې ښه نه دی او محکمې ته د هغوی تگ راتگ له خطر سره مخامخ دی.

په دې ترڅ کې د افغانستان د شفافیت د څار ټولنې اجرائیه رئیس سید اکرام افضلي د امریکا غږ سره په مرکه کې عدلي او قضایي مرکز د محکمې قاضیانو او کارکوونکو پر وړاندې د گواښ د زیاتوالي په تائید ویلي چې دغه مرکز ته لازمې آسانتیاوی ندي برابرې شوي.

ښاغلي افضلي وویل "هغه امکاناتو ته چې عدلي او قضایي مرکز ورته اړتیا درلودله، متاسفانه د جمهور رئیس د فرمان نه د میاشتو میاشتو له تیریدو وروسته ندي برابر شوي. په همدې دلیل د عدلي او قضایي مرکز څارنوالان او قاضیان د جدي امنیتي گواښ سره مخامخ دي".

ښاغلي افضلي همداشان زیاته کړه چې ددې محکمې د قاضیانو او کارکوونکو د امنیت د نیولو په برخه کې د نیمگړتیاو له وجې "دغه مرکز په مات" حالت کې دی.

د افغانستان شفافیت د څار رئیس همداشان وایي چې اوسني او پخواني مقامات چې هغه ورته "مافیا" وایي عدلي او قضایي مرکز گواښي، ځکه هغوی درک کړې ده چې ددې بنسټ فعالیت جدي دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د امریکا غږ سره په مرکه کې دا تائید کړه چې په ټول افغانستان کې گواښ موجود دی او قاضیان او څارنوالان ددې نه مستثنی ندي. خو ټینگار یې وکړ چې د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت د نیولو لپاره ځانگړې قطعه موجوده ده.

ښاغلي دانش وویل "زمونږ غوښتنه داده چې {قاضیان} خپله اندیښنه له مونږ سره شریکه کړي او که اړتیا وي د هغوی د امنیت د نیولو لپاره به نوره هڅه هم وشي."

د عدلي او قضایي مرکز د قاضیانو او کارکوونکو د ژودنانه پر وړاندې د جدي گواښونو سره سره میرمن رسولي وایي "نا امني مونږ گواښي، مصونیت نلرو، هغه ځایونه چې قاضیان په کې ژوند کوي لېرې پراته دي او تقریباً ناامنه دي، زرهی موټرې نه لرو، خو قاضیان سل په سلو کې ژمن دي چې د خپل توان تر وروستي حده پورې خپل کارونه پرمخ بوزي."

XS
SM
MD
LG