د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ایران کې "د وژل شوو افغانانو" په اړه معلومات غوښتي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په ایران کې د هغو افغانانو د هویت د معلومولو په اړه څېړنې روانې دي، چې د لاریونونو پر مهال یې د وژلو، ټپي کېدو او نیولو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ګران هیواد د دوشنبې په ورځ د ډیسمبر په دویمه (لیندۍ ۱۱مه) خبریالانو ته وویل، چې په ایران کې د افغانستان سفارت، په دغو لاریونونو کې د زیانمنو افغانانو د هویت په اړه، له ایراني چارواکو څخه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي وویل چې د افغانستان سفارت په دې اړه له ایراني چارواکو سره په تماس کې دی.​

هغه زیاته کړه: "پس له دې چې موږ د دوی هویتونه تثبیت کړی شو، چې څو نفره هلته دي، بیا پس له هغې یې په دلایلو تحقیق کولی شو، چې ولې نیول شوي دي؟ ولې زخمیان شوي دي او ولې وژل شوي دي؟".

په ایران کې د تېلو د بېو د لوړېدو له کبله له څو اونیو راهېسې مظاهرې رواني دي چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. د یو شمېر رسنیو د معلوماتو په اساس په دغو مظاهرو کې نهه افغانان هم وژل شوي او ۱۲١ نور افغان کډوال نیول شوي هم دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ونه ویل چې څومره افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي، خو دا خبره یې وکړه چې په ایران کې مېشتې درې افغانې کورنۍ د افغانستان سفارت ته ورغلي او له هغوی یې غوښتي چې له ایراني چارواکو څخه یې د عزیزانو مړي ترلاسه کړي دي.

د ایران حکومت او په کابل کې د دغه هیواد سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په ایران کې د افغانانو په وژل کېدو او ژوبل کېدو اندېښنه ښودلې ده.

په ایران کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال ژوند کوي. څه موده مخکې د بشري حقونو ځینو سازمانونو د ایران حکومت تورن کړ چې یو شمېر افغان کډوال روزي، تمویلوي تجهیزوي او بیا یې سوریې ته د حکومت په ننګ جګړې ته استوي.

افغان کډوال هلته د "فاطمیون لوا" په نامه کنډک لري چې یو شمېر یې وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG