د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د فیمبوسا دوري مشري کوي


Afghanistan election commission
Afghanistan election commission

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د راتلوونکي یوه کال لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټاکنیزو بنسټونو د ټولنې فیمبوسا دوره يي مشري وکړي او ددغه هیوادونو له ټاکنیزو تجربو به ګټه واخلي.

د فیمبوسا د غړو هیوادونو بنګله دیش، بوتان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، مالدیف او نیپال استازي تېره ورځ په کابل کې سره جرګه شوي وو او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې کوربه توب کاوه. پدې غونډه کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ددې ټولنې مشر شو او دا ټولنه به یوه کال لپاره رهبري کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي" د جنوبي اسیا د هیوادونو له ټاکنیزو کمیسیونونو سره ګډ کار، د ټاکنیزو تجربو شراکت او د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا د فیمبوسا ددې غونډې مهم مقصدونه وو".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د فیمبوسا د تېرې ورځې په ناسته کې د ټاکنو په تخنیکي او مسلکي اړخونو د بحث ترڅنګ رای ورکوونکو ته د برابر لاسرسي، په ټاکنو کې له ټکنالوژۍ ګټه اخېستنه او د افغانستان په ټاکنو کې د رای ورکوونکو ګډون او د ټاکنیزو شکایتونو د هواري په میکانیزمونو هم خبرې شوي دي.

د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټاکنیزو بنسټونو دا ټولنه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ایجاد شوې او افغانستان هم په همدغه کال کې ددې ټولنې غړی شوی دی.

ددغو هیوادونو ټاکنیز بنسټونه په خپلو د ټاکنو په تړاوو سره خپلې تجربې شریکوي.

XS
SM
MD
LG