د لاس رسي وړ اتصالات

ترهګرۍ "۶۴۰۰۰" افغانان قرباني کړي دي


د افغانستان حکومت نن (اګست ۱۵) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې "د ترهګرۍ د قربانیانو د یادولو ورځ" ولمانځله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اګست ۱۵ په نړۍ کې د ترهګرۍ د قربانیانو د یادولو ورځ اعلان کړې ده.

افغانستان کې داسې وخت د ترهګریزو پېښو د قربانیانو یادونه وشوه، چې د چارواکو په حواله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر ۳۷ کسه ووژل او ۴۷ کسان یې ټپیان کړل.

په غزني ولایت کې بیا د حکومتي پوځیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو له امله لسګونه کسان وژل او سلګونه نور زخمیان دي.

افغانان وایې چې د غزني ښار په وروستیو دوو لسیزو کې داسې سوځېدلی او ملکیان یې نه وو وژل شوي، چې د تیرې اونۍ په جګړو کې وشول.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله دغې غونډې ته وویل چې "د ترهګرو او ډاراچونکو له منځه وړل د یوه هېواد او ملت له وس نه پورته" خبره ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشران وایې چې په تېرو نهو کلونو کې شاوخوا ۶۴۰۰۰ ملکیان د ترهګریزو پېښو قرباني شوي دي، پدې رقم کې ۶۴٪ سلنه ټپیان او ۳۶٪ په سلو کې خلک وژل شوي دي.

د افغانستان جګړه؛ ترهګرۍ "۶۴۰۰۰" افغانان قرباني کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

د کمېسیون مشره سیما سمر وایې چې د ملکي مرګ ژوبلو ۷۰٪ مسؤلیت د مخالفو وسله والو په خاص ډول د طالبانو پر غاړه دی.

XS
SM
MD
LG