د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د یکشنبې په ورځ پیلیږي


ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اوم پړاو سیالۍ راتلونکې یکشنبې د تلې په ۱۵مه په کابل کې پیل او د لړم تر دریمې نیټې دوام وکړي.

په دغه لیګ کې د افغانستان له اتو زونونو څخه د فوټبال اته لوبډلې ګډون لري او د مهالویش له مخې به په لومړۍ سیالۍ کې د شاهین آسمايي او موج‌های آمو لوبډلې د سیالیو ډګر ته ووځي.

د سپین‌غر بازان، میوند اتلان، سیمرغ البرز، طوفان هریرود، عقابان هندوکش او اباسین څپې لوبډلې هم په دغه لیګ کې ګډون لري.

د افغانستان د فوټبال لیګ د ترسره کولو تړون د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۲) د افغانستان د فوټبال فدراسیون، د فوټبال غوره لیګ او د رحماني بنسټ د مسولینو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې سږ کال د رحماني بنسټ د افغانستان د فوټبال لیګ مالي ملاتړ کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر د تړون د لاسلیک کولو په غونډه کې وویل، ټاکل شوې وه چې دغه لیګ یوه نیمه میاشت مخکې پیل شي، خو سږکال د امنیتي او مالي ستونزو له امله وځنډیډه.

په تیرو کلونو کې به د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو شاوخوا دوه نیمې میاشتې دوام کوه، خو سږکال د دغو سیالیو په پیلیدو کې د ځنډ او یو لړ امنیتي ستونزو له امله به په شاوخوا شل ورځو کې پای ته ورسیږي.

د فوټبال د غوره لیګ مسول سید شفیق ګوهري وویل، چې د افغانستان دولت په تیرو اوو کلونو کې د دغه لیګ په جوړولو هیڅ مصرف نه دی کړی، بلکې ټول لګښتونه یې د خصوصي سکتور په ملاتړ برابر شوي دي.

XS
SM
MD
LG