د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې په یو ښوونځي راکټ لگیدلی ۴ زده کوونکي یې وژلي


عکس ارشیف - په غزني کې افغان ځواکونه
عکس ارشیف - په غزني کې افغان ځواکونه

افغان مقاماتو ویلي چې په غزني کې د طالبانو او افغان پولیسو ترمنځ په جگړه کې لږ تر لږه څلور زده کوونکي وژل شوي دي.

دغه نښته د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ یوې امنیتي پوستې ته نژدې پیښه شوې ده.

د غزني د والي ویاند اصف نوري وویل چې پدې نښته کې پر یو ښوونځي باندې د راکټ د لگیدلو له امله د څلورو زده کوونکو د وژل کیدو ترڅنگ ١٧ تنه نور ټپیان شوي چې په هغو کې ١٥ زده کوونکي او دوو ښوونکي شامل دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د ښاغلي نوري له قوله لیکلي چې وژل شوي زده کوونکي له ١٠ نه تر ١٦ کلونو پورې عمر درلود.

هغه وویل امنیتي ځواکونو ددغې پیښې په اړه څیړنې کوي چې دغه توغندی په جگړه کې ښکیلې کومې ډلې پر دې ښوونځي توغولی دی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید مسؤلیت ندی منلی.

د بشري حقونو سازمانونو د افغانستان په جگړو کې په ملکي مرگ ژوبلې اندیښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو ډلو په ځانگړې توگه د ملگرو ملتونو سازمان د رپوټ له مخې سره له دې چې په زیاتو مواردو کې طالبان د ملکي مرگ ژوبلې مسؤلیت په غاړه لري، خو د دولتي او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې هم د ملکي مرگ ژوبلې په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG