د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ازبکستان څخه زر میګاواټه نوره بریښنا واردوي


د افغانستان د بریښنا شرکت وایي، چې د اوسنۍ وارداتي بریښنا سربیره به له ازبکستان څخه د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په اکتوبر میاشت کې د سرخان ـ پلخمري له لارې د زر میګاواټه وارداتي بریښنا مزی افغانستان ته وغځول شي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د سې شنبې په ورځ (وږي ۶) امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د دغې پروژې د سروې د پیل لپاره یو ازبکستانی پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان د بریښنا شرکت له چارواکو سره یې لیدلي دي.

د هغه پر وینا دواړو خواو د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا د انتقالولو پروژې پر چټکتیا خبرې کړې دي.

ښاغلي توحیدي وویل "د سرخان څخه پلخمري پورې ۵۰۰ کیلو واټه لین دی چې ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا افغانستان ته راوړي ددې پروژې د کارونو د چټکتیا او پرمختګ په اړه او د ښه تطبیق په موخه دوه اړخیزه خبرې وشوې".

ښاغلي توحیدي زیاته کړه، له سروې او تدارکاتي چارو څخه وروسته به ددې پروژې ډیزاین او عملي کارونه پیل شي.

هغه همدارنګه وویل وروسته له هغې چې ددغې پروژې د سروې چارې پای ته ورسیږي د پروژې مصرف به هم معلوم شي.

په اوس وخت کې افغانستان له ازبکستان څخه ۳۰۰ میګاواټه بریښنا واردوي.

افغانستان ټول‌ټال ۱۶۰۰ میګاواټه بریښنا لري، چې د دغه هیواد د اوسیدونکو اړتیاوې نه پوره کوي.

دغه هیواد ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا له بهر څخه واردوي او ۶۰۰ میګاواټه له کورنیو سرچینو څخه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG