د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د هوايي حریم کنټرول افغانانو ته وسپارل شو


د افغانستان د هوايي حریم کنترول افغانانو واخیست
د افغانستان د هوايي حریم کنترول افغانانو واخیست

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ (زمري ۱۸) د کابل په هوايي ډګر کې، د رادار نوی نصب شوی سیستم پرانیست، ​چې له دې سره له شاوخوا ۲۰ کلونو وروسته د افغانستان د هوايي قلمرو کنټرول د افغانانو لاس ته ورغی.

د طالبانو د نظام له نسکورېد وروسته ناټو د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول چارې ترلاسه کړې. د شوروي اتحاد د کابل د هوايي ډګر رادار سیستم لګولی و چې بیا په کورنیو جنګونو کې خراب او له منځه ولاړ.

د دغه سیسټم له ویجاړېدو وروسته افغانانو د امریکا تر بریدونو پورې پر خپل هوايي حریم کنترول نه درلوده.

ولسمشر غني د رادار د نوي سیستم د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، د دغه هیواد د فضايي حریم خپلواکي د ملي‌ یووالي د حکومت مهمه ژمنه وه، چې نن عملي شوه.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې ښاغلي غني په دغو مراسمو کې د افغانستان د رادار نوی سیستم د سیمې په کچه بې‌ساری بللی او افغانانو ته یې د دغه سیستم د نصبولو او فعالیت مبارکې ویلې ده.

په بیان کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي "هغه هوايي کورېډورونه چې باید د افغانستان له فضا څخه تېر شوی وای پخوا ممکن نه وو، خو اوس دا کار ممکن شو، زموږ مهم هدف دا دی چې افغانستان د سیمې په څلور لارې بدل شي، نن افغانستان د هوا له لارې په څلور لارې بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږو".

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې له ۱۳۷۱ کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغانستان بیرته د خپل هوايي حریم د کنټرول مسولیت په لاس کې اخلي.

ښاغلي مرتضوي ویلي، چې دا سیستم به نه یوازې د افغانستان فضايي حریم تشخیص کړي، بلکې دغه حریم ته د غیر مجاز او بې‌پیلوټه الوتکو د ننوتلو مخنیوی هم وکړي.

له دې وړاندې د افغانستان هوايي حریم، د ناټو او امریکايي ځواکونو له خوا کنټرول کیدله او کله چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د افغانستان د هوايي حریم د څارلو مسولیت پریښود، په دغې موده کې دا چارې د یو بهرني قراردادي شرکت له خوا، چې افغانانو هم په کې ونډه درلودله، اداره کیدلې.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې رئیس محمودشاه حبیبي امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د افغانستان د رادار نوی سیستم په ۳۶ سیمو کې لګول شوی دی او د دغه هیواد د ټول هوايي حریم د کنټرولو او څارلو ظرفیت لري.

هغه وویل "د افغانستان فضا به نوره هم مصئونه شي او تر څنګ به یې موږ د افغانستان په فضا باندې نورې هوايي کرښې هم جوړې کړو... او زموږ عواید به هم له دې سره ډيریږي، ځکه چې د فضا ظرفیت اوس ډیر شوی دی او موږ کولی شو چې څلور چنده پنځه چنده ډيرې طیارې د افغانستان په فضا باندې تیرې کړو".

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، چې د رادار د نوي سیستم پر جوړولو ۳۰ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی او د حفظ او مراقبت لپاره به یې هرکال لس میلیونه ډالر ولګول شي.

افغانستان د کورنیو جګړو له امله، چې د کابل په هوايي ډګر کې هم د ښکیلو خواوو ترمنځ جګړې او نښتې شوې وې، خپل رادار سیستم چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړ شوی وو، له لاسه ورکړ.

پر افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د پوځي عملیاتو له پیل وروسته کله چې دغو ځواکونو کابل او د افغانستان له نورو ولایتونو وسله‌وال طالبان وشړل، د دغه هیواد هوايي کنټرول یې هم په خپل لاس کې واخیست.

XS
SM
MD
LG