د لاس رسي وړ اتصالات

د شفافیت د څار اداره: ۵۶٪ خلک د ښاروالیو له کارونو څخه خوښ دي


د افغانستان د شفافیت د څار ادارې یوه تازه سروې، چې د نهو ولایتونو د ښاروالیو د کارونو په اړه ترسره شوې ښيي، چې ۵۶ فیصده خلک د ښاروالیو له کارونو څخه رضایت لري.

دغې ادارې د ښاروالیو اړوند شپاړسو شاخصونو لکه، اطلاعاتو ته لاسرسی، په پریکړو کې د خلکو ګډون، د شکایتونو اوریدل، حساب ورکول، د کثافاتو ټولول او یو شمیر نورو برخو کې د افغانستان د نهو ښارونو له ۴۵۰۰ اوسیدونکو سره خبرې کړي او د هغوی نظرونه یې اخیستي دي.

د افغانستان دشفافیت د څار ادارې مشر سیداکرام افضلي خبریالانو ته د دغې سروې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل "د افغانستان په نهو ښارونو کې چې کومه سروې ترسره شوې ده، د خلکو د رضایت کچه تقریباً ۵۶ سلنه ده او خلکو چې کومې نمرې ورکړي مختلفو خدماتو ته دا ۵۵ سلنه ده، یعنې د خلکو د رضایت کچه او دوی چې څومره نمرې ورکړي دي دا ډير مستقیم ارتباط سره لري".

د شفافیت د څار ادارې دغه سروې، په کابل، جلال آباد، هرات، مزارشریف، کندز، چاریکا، محمودراقي، بامیان او ګردیز ښارونو کې ترسره کړې ده.

د ښاغلي افضلي پر وینا، د چاریکارو ښار د ۶۸ فیصده نمرو په اخیستلو سره لمړی، د هرات ښار د ۶۴ فیصده نمرو په اخیستلو سره دویم او د مزارشریف ښار د ۶۳ فیصده نمرو په اخیستلو سره درېيم مقام خپل کړی، خو د کابل ښار د ۴۷ فیصده نمرو په ترلاسه کولو سره په اتم مقام کې ځای لري.

د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، چې ځینو شاخصونو لکه حساب ورکونه او ولسي مشارکت په برخو کې د خلکو د رضایت کچه خورا ټيټه ښودل شوې ده.

دغه اداره ټینګار کوي، چې د بودجوي صلاحیت لرونکې ښاروالۍ باید خلکو ته د خپلو عوایدو په اړه معلومات ورکړي او د بودجې د لګولو په برخه کې له خلکو څخه نظر وغواړي.

XS
SM
MD
LG