د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي امنیت شورا مرستیال له خپل مقام استعفی کړې


د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال محمد سلیمان کاکړ له خپل مقام څخه استعفی کړې او خپل استعفی‌لیک یې د افغانستان ولسمشر ته وړاندې کړی دی.

ښاغلي کاکړ په خپل استعفی لیک کې، چې یوه کاپي یې امریکا غږ - آشنا تر لاسه کړې ده، د "یو لړ ملحوظاتو او ستونزو موجودیت" د خپلې استعفی لامل ښودلی دی.

په دغه استعفی لیک کې راغلي: "په دې وروستیو کې، البته د یو لړ موجودو ملحوظاتو او ستونزو پر بنسټ، نه شم کولی چې د ملي امنیت د سلاکار د مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړم او غواړم چې له خپلې دندې ګوښه شم".

د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال په دغه لیک کې د افغانستان له ولسمشر څخه د خپلې استعفی د منلو غوښتنه کړې ده.

له دې وړاندې د وږي/سنبلې په ۳مه د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم له خپلې دندې استعفی وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هماغه ورځ د ښاغلي اتمر استعفی منظور او هم‎مهاله یې په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر حمدالله محب د هغه پر ځای وګوماره.

XS
SM
MD
LG