د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې ټاکنې او د چاپي مطبعو کاروبار


د کابل یوه چاپخانه
د کابل یوه چاپخانه

د ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو په پیلیدو سره د چاپي مطبعو کاروبار هم ښه شوی دی.

په کابل کې په لسګونو مطبعې د ولسي جرګې د ټاکنیزو مبارزو لپاره کاندیدانو ته د تبلیغاتي توکو پر چاپ بوختې دي. د دغو مطبعو مسئولان وایي چې د ټاکنیزو کمپاینونو له امله یې کاروبار ښه شوی او آن د شپې هم کار کوي.

د دغو مطبعو د مسئولانو په خبره چې نه یوازې نارینه کاندیدان په ټاکنیزو سیالیو کې پر چاپ لګښت کوي، بلکې ښځینه کاندیدانې هم د رایه اچوونکو د جلبولو لپاره زیات تبلیغاتي مواد چاپوي.

بل خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د کمپاین لپاره د هر ولایت د کاندیدانو د لګښت کچه مالومه ده، دغه کمیسیون وايي چې دوی د کمپاینونو څارنه کوي او له قانون څخه د سرغړونو مخه نیسي.

د ولسي جرګې انتخابات او د چاپي مطبعو کارو بار
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

د افغانستان د‌ ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د کاندیدانو لپاره یې د کمپاین د لګښتونو کچه د سیمو او د هغوی د نفوسو پر اساس ټاکلې، د دغه کمیسیون په خبره تر ټولو کم یې لوګر دی چې یو کاندید یې تر نهه سوه زره افغانۍ لګښت کولای شي او تر ټولو زیات بیا کابل دی‪چې یو کاندید یې تر دوه میلیونه او اته نیم سوه زره لګښت کولای شي

د ولسي جرګې ټاکنو کې دا ځل ۲۴۹ څوکیو ته ته ۲۵۶۵ کاندیدان په انتخاباتي مبارزو بوخت دي، د ولسي جرګې ټاکنې به ۱۳۹۷ لمریز کال د تلې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG