د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بغلان کې شاوخوا ١٠ انتخاباتي کارکوونکي یرغمل کړي


Afghanistan Parliamentary election
Afghanistan Parliamentary election

د بغلان ولایت د انتخاباتو کمیسیون د ولایتي دفتر مسولین وایي طالبانو ددې کمیسیون ١٠ کاروکوونکي یرغمل کړي دي.

په بغلان کې د انتخاباتو د کمیسیون د ولایتي دفتر رئیس عبدالقاهر صافی وایي طالبانو تیره ورځ ددې ولایت په برکه ولسوالۍ کې ددې کمیسیون ۴٥ کارکوونکي یرغمل کړي وو، خو ٣٥ تنه یې خوشي کړي دي.

د بغلان ولایت امنیتي مقامات وایي لس تنه یرغمل شوي کارکوونکي طالبانو ددې ولایت د برکه ولسوالۍ د مرچ تنگي ته انتقال کړي دي.

د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ د پولیسو قوماندان محمدعلي ابراهیمي وایي ددغو لسو تنو د سرنوښت په اړه معلومات نلري، خو طالبانو د انتخاباتو د کارکوونکو سره په یو تماس کې خبرداری ورکړی چې که د ټاکنو په پروسه کې فعالیت وکړي جزا به ورکړل شي.

ښاغلي ابراهیمي وویل "تیره ورځ د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي چې ټاکل شوې وه د انتخاباتو په ورځ کار وکړي او د طالبالنو ساحې ته تللي وو د طالبانو له لورې یرغمل شوي او هغوی یې د مرچ تنگي ته انتقال کړي دي او یو شمیر نورو ته یې خبرداری ورکړی چې انتخاباتو ته کار ونه کړي. اوس شاوخوا ١٦ یا ٢٠ تنه د طالبانو سره بندیان دي."

د بغلان پولیس وایي ددې پیښې سره جوخت د جمعې د ورځې په سهار ددې ولسوالۍ نه د رای ورکونې د یو دفتر د مسؤل پلار او مور له ځانه سره بیولي دي.

د بغلان ولایت د انتخاباتو د ولایتي کمیسیون د دفتر د شمیرو له مخې ددې ولایت په برکه ولسوالۍ کې د رای ورکولو اته مرکزونه به د انتخاباتو په ورځ پرانستي وي او اساسي مواد هم دغو مرکزونو ته استول شوي دي.

د طالبانو ډلې تر اوسه ددغې پیښې په هکله څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG