د لاس رسي وړ اتصالات

غني د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته تللی


آرشیف
آرشیف

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د مونیخ په شپږ پنځوسم نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۱۳مه (سلواغې ۲۴مه) جرمني ته تللی دی.

ارګ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې جمهور رئيس غني به په دې غونډه کې پر ګډون سربیره، د یو شمیر هیوادونو د پلاوي له مشرانو سره هم د کنفرانس په څنډه کې وویني او د سولې او امنیت په ګډون به د افغانستان په اړه پر یو لړ نورو مسلو هم خبرې وکړي.

همدا شان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپل ټیوټر کې لیکلي، چې ښاغل غني به د ځینو هیوادونو له استازو سره د دغه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د سولې او امنیت پر سر بحث وکړي.

د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس د روانې فبروري میاشتې په ۱۴مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۶مې دوام کوي.

ټاکل شوې چې د مونیخ په شپږ پنځوسم امنیتي کنفرانس کې د نړۍ څه باندې ۵۰۰ جیګپوړې تصمیم نیوونکې څیرې ګډون وکړي او د نړۍ په کچه د اوسنیو کړکېچونو او راتلونکو امنیتي ننګونو باندې خبرې وکړي.

د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس، چې په لویه کچه په کې د نړۍ امنیتي وضعیت تر بحث لاندې نیول کېږي، هرکال د نړۍ د مختلفو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون په جرمني کې جوړېږي.

XS
SM
MD
LG